The news is by your side.

حکومت ۱۰۰۰ نور طالبان آزادوي، تاوتریخوالی لا هم روان دی

خبریال وېب پاڼه/ملي امنیت شورا په خپل تازه بیان کې د ۱۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی خو د وسله والو طالبانو لخوا تاوتریخوالی لا هم درېدلی نه دی.

وروسته له هغه چې تېره اونۍ د ولسمشر د فرمان له مخې د وسله والو طالبانو ۲۰۰۰ بندیان د اختر د اوربند په خاطر خوشي شول، اوس تازه ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي چې تمه ده ۱۰۰۰ نور طالب بندیان هم خوشي کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې د ولسمشر د یوه تازه فرمان له مخې به په نیږدې ورځو کې د طالبنو ۱۰۰۰ کسه نور بندیان هم خوشي کوي. تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویاند ویلي وو چې د طالبانو تخنیکي پلاوی لا هم په کابل کې دی او تمه ده په نیږدې وخت کې د دغې وسله والې ډلې د نرو بندیانو د خوشي کولو لړۍ کې همکاري وکړي.

تر دې مهاله د ولسمشر د دوو فرمانونو له مخې د وسله والو طالبانو شاوخوا ۲۷۱۰ بندیان خوشي شوي دي، چې د ۱۰۰۰ نورو تازه بندیانو له خوشي کېدو سره به یې شمېر ۳۷۱۰ کسانو ته جګ شي.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې له امریکایي لوري سره د وسله والو طالبانو د سولې هوکړه وشوه چې له مخې یې د دولت له لوري د دوی ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادولو په بدل کې دغې اورپکې ډلې د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشي کولو ژمنه کړې وه. تر اوسه پورې دغې وسله والې ډلې شاوخوا ۶۰۰ بندیان آزاد کړي دي چې تمه ده ۴۰۰ نور هم خوشي کړي.

که څه هم د وسله والو طالبانو لخوا ډېری خوشي شوي بندیان ملکي وګړي دي او د امنیتي ځواکونو ډېر کم کسان په کې شامل دي خو دغه وسله واله ډله ادعا کوي چې دوی هم د امنیتي ځواکونو برخه دي.

یو شمېر د نظر خاوندان او ساسي شنونکي اندېښنه څرګندوي چې د طالب بندیانو خوشي کول او دوی بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته تګ به د سولې روانې هڅې ځنډنۍ او له یو بل ګواښ سره مخ کړي ځکه په وینا یې دوی په ټوله معنا افراطي روزل شوي دي او د سولې او آرامۍ خبرې ورته هېڅ معنا نه لري خو یو شمېر عام وګړي بیا دا نېک ګام بولي او وایي چې د سولې لپاره به هلې ځلې نورې هم کوټلې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هم د دغې وسله والې ډلې لخوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې غلچکي او هدفي بریدونه روان دي. تېره ورځ یې په بدخشان ولایت کې د ماین له امله شاوخوا ۱۰ سرتېري شهیدان کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.