The news is by your side.

ایران نه د صادراتو کچې ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان د ایران تازه مېوو لپاره ښه بازار!

په تېرو دوو میاشتو کې د ایران څخه د صادراتو کچه یودېرش سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د سابو او مېوو واردات افغانستان د صادراتو له مهمو ټکو څخه دي او د قرنطین په وخت کې د وارداتو کچې زیاتوالی موندلی دی.

د سوداګرۍ خونه وايي چې د سړو خونو نشتون د دې لامل شوی چې افغانستان ته یخ موسم او د پسرلي موسم لومړیو کې سابه او میوې له بهر څخه وارد شي.

له دې سره بیا اوس چې د هېواد د سبو او مېوو فصل دی د پاکستان صادراتو په مخ لارې تړل شوي دي.

د مالي کال پنځه نیمو میاشتو کې افغانستان یوه اویا میلیارده افغانۍ عاید درلودل، چې د تېر کال څخه دولس میلیارده کموالی ښکاره کوي.

د مالیې وزارت وايي چې د کرونا ویروس، د پولو تړلي پاتې کېدل، د کاروبار نشتون، د هېواد عوایدو کې د کموالي لامل دي خو د بودجې کسر به د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري لېرې کړل شي.

د افغانستان څار بنسټ وايي چې د مالیې وزارت د هېواد عوایدو رښتني شمېره نه وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له وېرې د سیمې له هېوادونو سره تړلې پولې او سوداګرېزې کرښې ورو ورو پرانیستل شوې او په دې وروستیو کې سوداګریزې راکړې ورکړې یو ځل بیا پیل شوي، چې وارادات او صادرات به پرې دوام ولري.

په ورته مهال سږ کال د افغانستان دننه په یو شمېر ولایتونو کې هم د مېوو حاصلات ډېر ښه و.

په ننګرهار، کونړ، پکتیا، پروان، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې موسمي مېوو ښه حاصلات ورکړي.

کروندګر له حکومت غواړي، چې مېوو ته یې مناسب بازار جوړ کړي، د دوی پر وینا ځکه په تېرو کلونو کې یې د بازار او مارکېټ ده شتون له کبله د مېوو ټنونه حاصلات خوسا شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.