The news is by your side.

د غالیو صادرات به له دې وروسته د هوايي دهلیزونو له لارې وي

خبریال وېب پاڼه/ د غالیو صادراتو کړنلارې وروستۍ کېدل!

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د هېواد غالۍ به د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د غالیو د صادراتو له پاره یوه کړنلاره چمتو کړې ده.

په دې وزارت کې چارواکي وايي چې د دې کړنلارې په بنسټ د غالیو صادرونکو له پاره شپږ سلنه یارانه یا سب سایدي په پام کې نیول شوې ده او د هېواد غالۍ د هوايي دهلیزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادریږي.

د غالیو صنایع انجمن وايي چې د هېواد د غالیو له پاره د پولو تړل کېدل د دې لامل شوي چې د غالیو کارخونو فعالیت په بې ساري توګه محدود شي.

له دې سره بیا لغمان کې د کليوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې تېره میاشت ٣لکه، ٥٩زره ٧ سوه ٥٣ افغانیو په ارزښت ۳۱ غالۍ تولید او مارکېټ ته وړاندې شوي دي.

یاد پروګرام له تېر یوه کال او شپږ میاشتو راهیسې په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې راستانه شویو کډوالو کورنیو ته پیل شوی چې پر مهال یې لسګونه کورنیو ته کاري اسانتیاوې برابرې شوي او اقتصاد یې ورسره هم پیاوړی شوی.

په لغمان ولایت کې اوبدل شوې غالۍ له نورو ټولو څخه په خورا ښه او لوړه بیه پلورل کیږي.

خو بل لور بیا په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له خپرېدو، د مثبتو پېښو په زیاتېدو، د محدودیتونو په وضع کېدو او د کارځایونو په تړل کېدو سره د غالیو د اوبدلو کارونه درېدلي دي.

له دې سره په سلګونه هغه غالۍ اوبدونکي چې له دې لارې یې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې بېکاره شوي او له اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

خو د قرنطین په نرمېدو سره به بېرته د دې صنعت کارونه بیا پیل شي او لا به وغوړیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.