The news is by your side.

افغان لوبډلې د را روانو لوبو سیالیو تمریناتي کمپ پیل کړ

خبریال وېب پاڼه/افغان ملي لوبډلې د را روانو نړیوالو لوبو د ترسره کولو لپاره نن یکشنې په کابل کرېکت لوبغالي کې تمریناتي کمپ پیل کړ.

کرېکټ بورډ په وړمه ورځ خپله وروستۍ ناسته کې د هغو ملي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې نن یې په کابل کرېکټ لوبغالي کې د روا روانو نړیوالو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه تمریناتي کمپ پیل کړ.

تر دې وړاندې کرېکټ بورډ اعلان کړی ؤ چې د همدې روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې به د آسټرالیا ملي لوبډلې پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره شي. دا به د افغان ملي لوبډلې لپاره پنځمه نړیواله ټېسټ لوبه وي. تر دې مخکې افغان ملي لوبډلې دوې ټېسټ لوبې بایللې وې او دوې نورې یې ګټلې هم دي.

د کرېکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه تمریناتي کمپ کې به د کرونا وبا له امله ټول روغتیایي او احتیاطي تدابیر په پام کې نیول کېږي. د بورډ چارواکي زیاتوي چې د عامې روغتیا او د کرېکټ د نړیوالې شورا او دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان ټولو لارښوونو ته په کتو به خپلې تمریناتي چارې مخته وړي.

دغه تمریناتي کمپ کې ۲۲ لوبغاړي برخه اخیستې ده. د بورډ د معلوماتو له مخې لوبډلمشر اصفر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي عیسی خېل، نجیب ځدران، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف په دغه تمریناتي کمپ کې برخه وال دي.

دغه تمریناتي کمپ چې د لوبغاړو د فېټنېس او نورو برخو د ارزونې په موخه پیل شوی دی، تمه ده تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي، چې د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې به د روزونکو تر نظر تېرېږي او بیا به د آسټرالیا پر وړاندې را روانې ټېسټ او نورو نړیوالو لوبو لپاره چې د روان زیږدیز کال په لړ کې ترسره کېږي، لوبغاړي غوره کېږي.

په تازه اعلان شویو لوبغاړو کې د نویو را ټوکېدلو ځوانو لوبغاو څخه لکه نور احمد لکڼوال، صدیق الله اتل، عبدالرحمن او یو شمېر نور تکړه لوبغاړو نومونه نه تر سترګو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کې هم کرېکټ بورډ د افغان مینوالو تر سختو نیوکو لاندې ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.