The news is by your side.

د ایران پېښه، د ارګ چوپتیا او د خټګ توند غبرګون

خبریال وېب پاڼه/د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد کې د افغان مسافرو یو موټر باندې ایراني پولیسو ډزې وکړې او ل اور اخیستو وروسته دری افغانان په کې شهیدان او څو نور ټپیان شول.

دغې پېښې د ټولو افغانانو سخته غوسه را  وپاروله او دا یې د امریکایي جورج فلویډ له وژنې هم سخته او بوږنوونکې پېښه وبلله خو ارګ او د ګډ حکومت مشرانو کوم غبرګون و نه ښوده، په داسې حال کې چې د کوزې پښتونخوا یوه مشهور پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پرې توند غبرګون ښودلی او دا یې د افغانانو پر وړاندې یو پاروونکی عمل بللی دی.

افراسیاب په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې که پارس او پنجاب خپلو افغان ضد تیوریو ته دوام ورکړي، افغانان به یو ځل بیا خپل تېر تاریخ ژوندی کړي او په وینا یې وسلې به واخلي او د میدان ګټلو ته به را ودانګي.

دغه ملتپال سیاست وال وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې تېره اونۍ د ایران پولیسو په ډېره بې رحمۍ د افان مسافرو موټر باندې ډزې وکړې چې موټر اور واخیست او دری افغانان د ایرانیانو د سترګو په وړاندې په اور ستي شول خو دوی ته یې د (کمې اوبه راکړئ چې وسوځېدم) نارې هم د ترحم احساس ورنکړ.

ایراني لوري که څه هم د پېښې پړه منلې ده او ژمنه یې کړې چې په پېښه کې مجرمو پولیسو ته به سزا ورکول کوي خو په ورته وخت یې د کابو یوې میاشتې وړاندې بلې خونړۍ پېښې چې لسګونه افغانان یې د هریرود په سیند کې لاهو کړي وو، یوه بیان کې ویلي دي چې په هغه پېښه کې موږ ملامت نه یو. دوی زیاتوي چې هر کال د افغانستان نه ایران ته ۴ سوه زره افغانان په غیر قانوني توګه ایران ته اوړي چې په وینا یې د پولیسو لخوا ورسره قانوني چلند کېږي.

خو د دغې بوږنوونکې پېښې په هکله ارګ تر اوسه هم په مستقیمه توګه کوم غبرګون نه دی ښودلی او دا پېښه یې د ولسمشر او یا وم بل لوړ پوړي چارواکي له خولې غندلې نه ده. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د غندنې یوه اعلامیه خپره کړې وه خو له هغې وروسته یوازې په ایران کې د افغانستان سفیر خپلې هڅې کړې دي.

عام افغانان چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ایران کې د افغان مسافرو د سوځېدو ویډیو لاس په لاس کوي، سخت را پارېدلي دي او پر حکومت غږ کوي چې باید د دغې پېښې جدي پلټنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا په راتګ سره ګڼ شمېر بېوزله افغانان چې د سهار او بېګا ډوډۍ په ډېره سختۍ پیدا کوي، ایران او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ورځي تر څو د خپل ژوند د ښه کولو او اولادونو ته د نفقې د برابرولو په موخه کار وکړي.

افراسیاب خټک په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پنجاب او ایران دواړه هغه هېوادونه دي چې اصول نه پر ځای کوي او د ښه ګاونډیتوب تمه یې شلولې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.