The news is by your side.

یونان د روان کال تر پایه د مهاجرینو ۶۰ کمپونه تړي

خبریال وېب پاڼه/د یونان د مهاجرینو چارو وزارت په خپل وروستي بیان کې ویلي دي چې د روان کال تر پایه به په دغه هېواد کې د مهاجرینو ۶۰ کمپونه وتړي.

د یونان د مهاجرینو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس په خپلو وروستیو څرګندونو کې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۶۰ هغو کمپونو د تړلو خبر ورکړی چې له آسیایي او یو شمېرو نورو هېوادونو څخه ورتلونکي مهاجر پکې مېشت کېږي.

د ښاغلي میتاراکیس په وینا د را روان دوبي تر پایه پورې به د ساموس جزایر او مالا کاسا کمپونه د مهاجرینو پر مخ وتړي.

میتاراکیس چې د خپل هېواد پارلمان ته وینا کوله، وویل چې موږ د دویم ځل لپاره کنټرول په لاس کې اخیستی او تمه ده چې نړیوال باور به هم خپل کړو.

دا په داسې حال کې ده چې هره میاشت له مرکزي آسیا او منځني ختیځ څخه زرګونه مهاجرین د یونان له لارې جرمني او نورو اروپایي هېوادونو ته د پناه اخیستو لپاره ځي او دلته په میاشتو میاشتو د مهاجرینو په کمپونو کې تم وي. دغه کم توکمی هېواد خپله هم مهاجرین جذبوي.

تېره میاشت د کرونا وبا په خپرېدو سره نړیوالو روغتیایي بنسټونو او آلمان غوښتي وو چې د یونان په کمپونو کې پراته کډوال دې جرمني ته ولېږدل شي. په دغه کډوالو کې چې لویه برخه یې د افغانستان او منځني ختیځ له جګړه ځپلو هېوادونو څخه وو، جرمني ته ولېږدول شول.

ویل کېږي په دغو کډوالو کې چې یوه لویه برخه یې افغان دي، جرمني ته یې ډېری هغه بې سرپرته افغان ماشومان دي چې د آلمان په کمپونو کې دېره وو.

هر کال له افغانستان څخه زرګونه افغانان اروپا ته د دایمې اقامې لپاره مهاجر کېږي. په دوی کې یوه لویه برخه یې په لارو کې له خورا سختو حالاتو سره مخ کېږي چې ځینې ورڅخه په اوږدو او سپېرو دښتو کې تنده او لوږه وژني او یوه بله برخه په دریابونو کې د ماهیانو خوراک کېږي. داسې کسان هم شته چې د اروپا په لاره په ځینو هېوادونو کې د مؤظفو پولیسو لخوا وژل کېږي.

یو شمېر اروپایي هېوادونو که څه هم وار له مخې افغانانو ته د رسنیو له لارې دغو هېوادونو ته د نه ورتګ په پار د عامه پوهاوي خپرونې کوي خو بیا هم سلګونه او زرګونه افغانان د اروپا په خوا روان دي. په هېواد کې روانه اوږده کورنۍ جګړه او غربت د دغه مهاجرت یوازینی لامل بلل کېږي.

د یونان حکومت د دغې کمپونو د تړلو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی خو په وروستیو لسیزو کې یونان ته د مهاجرینو په زیات ورتګ سره د دغه هېواد د مهاجرینو په کمپونو کې د ژوند کولو د آسانتیاو له نشتون سره د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو لخوا نیوکې هم زیاتې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.