٢٠٢٠ د اقتصادي پلوه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو بد ترین کال
خبريال ډاټ کام/ که څه هم پاکستان په دې وروستيو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګريوان وو. خو د کرونا يا کووېډ١٩ ویروس له خپرېدا وروسته يې اقتصادي حالت سخت ټکنی شوی دی.
پاکستان هر کال افغانستان، چین او نورې نړۍ ته د سل ګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ميوې او سبزۍ صادروي.
خو سږ کال دکرونا وبأ له امله دغه صادرات په بې سارې توګه را ټيټ شوي دي. او بل پلو بيا په کور دننه پاکستان کې هم د مېوې او سبزيو نرخونه ډېر راټيټ شوي دي، په ځانګړي ډول د بانجانو، پيازو او سبزيجاتو نرخونه ۱۰ سلنه راټيټ شوي دي، چې کروندګرو ته يې سخت مالي زيانونه رسولي دي.
په دې اړه د پاکستان د اقتصادي چارو شنوونکی او د خيبر پښتونخوا د سوداګرو د ټولنې غړی ذاهد شینواری وايي(( سږ کال د پاکستان د مېوو او سبزيو صادرات په بې بې سارې توګه را غورځېدلي دي.))
ښاغلی زاهد زياتوي چې سږ کال له ۳۰ سلنه تر ۵۰ سلنې پورې صادرات چې د افريقا، اورپا او د منځنۍ اسيا بازارونو ته به صادريدل را کم شوي دي.
د ده په خبره چې د پاکستان ۴۰ سلنه وګړي د کروندې او زراعت په واسطه خپل ژوند مخ ته بيايې.
دی اندېښنه ښیي چې د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو بد ترين کال دی او زيات وګړي به له سختو مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ شې.
که څه هم په پاکستان کې په دې وروستيو کې د ځينو توکو بيې راټيټي شوي دي. خو بل پلو بيا عام وګړي لا هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کرونا ويروس له امله د کار فضا محدوده شوي.
د سوداګرۍ او راکړې ورکړې واړه کاروبانو په ټپه ولاړ دي، هغه زرګونه پاکستاني وګړي هم بې کاره شوي چې له افغانستان سره پر پوله په تجارت بوخت وو.
د اقتصادي شنوونکو په وينا په پاکستان کې د دې اقتصادي ناورين له امله به د دې هېواد سل ميليونه وګړي د فقر تر کرښې لاندي راشې.
هېره دې نه وې چې تېر کال پاکستان امريکا، اروپا، افغانستان او نورې نړۍ ته يوازي ۱۳۰۰۰۰ يو لک دېرش زره مټريک ټنه آم صادر کړي وو، چې ټوليز ارزښت يې ۹۰ ميليونه امريکايې ډالره کيږي. خو سږ کال د پاکستان د سوداګرو د ټولنې غړي وايې چې دا رقم به ۵۰ ميليونو ډالرو ته راکم شي.
د يادونې وړ ده، چې يوازې کرونا نه ده چې د پاکستان اقتصاد يې ټکنی کړی بلکې يو طبیعي افت ملخان هم د پاکستان په بلوچستان، سند پنچاب او خيبر پښتونخوا په کروندو نازل شوي چې تر دې دمه يې پاکستان ته ۵۰ ميليونه امريکايې ډالر تاوان رسولی دی.
دغه ملخان چې د بلوچستان په ۱۲ او د سند په ۶ او د پنچاب او خيبر پښتونخوا په ۱۲ سيمو کې نازل شوي کروندګرو ته يې هم سخت مالي تاوان اړولی دی.
او د مخینوي په پار يې د ملکي حکومت تر څنګ اوس پوځ هم مټې رابډ وهلي او د الوتکو له لارې په دغه ملخانو دوا پاشې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.