The news is by your side.

خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له باجوه سره غږېدلی

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د افغان ل=سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومندن سکاټ مېلر په قطر کې له طالب استازو سره ولیدل، اوس خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې او بین الافغاني خبرو د چمتووالي په موخه اسلام اباد ته تلل او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره یې کتلي دي.

تر دې وړاندې خلیلزاد او په افغانستان کې د ڼاټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر قطر ته تللي وو او د طالبانو له مرستیال ملا برادر آخوند سره یې د سولې په باب او د بندیان په تبادله خبرې کړې وې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په خپل هر سفر کې پاکستان ته ضرور ځي او د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره په افغان سوله باندې خبرې کوي خو ډېری وخت د دغو ناستو بشپړ تفیل نه وړاندې کېږي او نه څرګندېږي چې دواړه لوري د افغانستان په هکله څه ډول بحثونه او نقشې جوړوي.

پاکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ په اصلي تمویلوونکي او ملاتړي هېواد باندې پېژندل کېږي. تېره اونۍ د  هند د بهرنیو چارو وزارت هم په پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان په ټولو بدمرغیو کې لاس لري او د ترهګرۍ د انسجام او همغږۍ مرکزیت بلل کېږي.

هند په ځلونو ود پاکستان له شومو کړو او ترهګرۍ پالنې څخه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی خو دا چې ملګري ملتونه د امریکا زیات ملاتړ له ځان سره لري، په دې موضوع کې تل یا چوپ پاتې شوی او یا یې هغسې ځواب نه دی ویلی، چې اړتیا یې ده.

په دې وروستیو کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي او مصالحې عالي شورا د رییس په وینا تمه ده په نیږدې راتلونکي کې د دغو مذاکراتو د پیل کره نېټه او ځای هم اعلان شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance