The news is by your side.

نیوزرلنډ په بشپړه توګه کرونا ته ماته ورکړه

خبریال وېب پاڼه/د نیوزرلنډ چارواکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ه دغه هېواد کې کرونا وبا ته د بشپړې ماتې ورکولو خبر ورکوي.

نیوزرلنډي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې کرونا وبا په بشپړه توګه ماته خوړلې ده او له تېرو څو اونیو را هیسې په کې هېڅ ډول مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

د نیوزرلنډ لومړۍ وزیره جسېنډا ارډن د دغه هېواد لپاره د کرونا پر وړاندې د ښه مدیریت یوه الګو بلل کېږي چې پر وخت یې خپلو هېوادوالو ته د کرونا وبا په هکله لازم احتیاطي تدابیر وضع کړل او په ډېره کمه موده کې یې دغه نړیواله وبا له خپله هېواد څخه پاکه کړه.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې په دغه هېواد کې د کرونا وبا وروستۍ ناروغه یوه پنځوس کلنه ښځه وه چې له تېرو دوو ورځو را په دې خوا یې په بدن کې د کرونا ویروس هېڅ ډول نښه نه تر سترګو کېږي.

نیوزرلنډي چارواکو ویلي چې دوی به بېرته خپل اقتصادي فعالیتونه له سره پیلوي خو ټولنیز واټنونه او احتیاطي تدابیر به پام کې نیول کېږي.

تر دې وړاندې چین، تایوان، هانکانګ او یو شمېر نورو هېوادونو هم کرونا وبا ته په نسبي توګه ماتې ورکړې وه خو نیوزرلنډ هغه هېواد دی چې په بشپړه توګه له دغې وبا څخه پاک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونه لا هم د کرونا وبا تر سخت برید لاندې دي چې په هر هېواد کې یې زرګونه کسان تلف کړي دي او په ګڼ شمېر نور پرې اخته شوي دي. تر اوسه د نړۍ په کچه تر ۴ لکو زیات کسان کرونا وبا وژلي، چې تر یو لک زیات یې یوازې له امریکا څخه دي او پاتې دری لکه نور بیا په اروپایي او آسیایي هېوادونو کې له دغې وبا څخه مړه شوي دي.

نیوزرلنډ ته د کرونا وبا په ورتګ سره د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې لخوا په سفرونو او تګ راتګ سخت بندیزونه ولګول شول او په ډېره کمه موده کې یې د کرونا مثبتې پېښې صفر کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.