The news is by your side.

پاکستان، کرونا ځپلي یو لک ته رسېږي، سیاسیون یې هم وژلي

خبریال وېب پاڼه/ګاونډي او ترهګر سالار پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو سل زرو ته رسېږي او ګڼ شمېر سیاسیون یې هم پرې ککړ دي.

کرونا وبا په ګاونډي پاکستان کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه کابو یو لک کسان په کرونا وبا اخته شوي دي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي هم دي.

د پاکستان د روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا ۹۸ زره او ۹۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲۰۰۲ کسان چې ډېری یې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

ویل کېږي کرونا وبا د پاکستان له پوځ او پولیسو سربېره د دغه هېواد په یو شمېر سیاسیونو کې هم ګډه شوې ده او تر اوسه یې ورڅخه یو شمېر هلاک کړي هم دي. تېره اونۍ یې د دغه هېواد د پنجاب اسامبلۍ غړی شوکت چیمه هم د کرونا وبا له امله هلاک شو.

نوموړی د پنجاب اسمبلۍ غړی او د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ډلې وتلی سیاستوال ؤ چې ډېری وخت به یې د افغانستان ضد څرګندونې او سیاست کاروي هم کوله.

د پاکستان پخواني لوموړي وزیر او د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې وه او دا یې د هېواد لپاره ستره ضایع بللې وه.

د سرچینو په حواله د پاکستان په پوځ او نورو ملېشو کې هم د کرونا وبا په ډېره چټکۍ د  خپرېدو په حالکې ده او تر اوسه یې ګڼ شمېر افسران هم وژلي دي خو د پاکستان ریاستي نظام یې معلومات پټوي. ویل کېږي له دوی څخه په دغه هېواد کې طالبانو ته هم دغه ویروس خپور شوی دی او تر اوسه یې سلګونه کسان په دغې ویروس باندې ککړ شوي دي چې یو شمېر مشران یې ورڅخه وژل شوي هم دي خو دپاکستان د پالیسۍ سره سم یې معلومات پت کېږي.

تېره اونۍ خبریال ته د طالبانو د یو شمېر هغو کسانو په هکله معلومات رسېدلي وو چې په کرونا وبا اخته شوي وو او یو شمېر یې ورڅخه وژل شوي هم وو.

یو شمېر روغتیا پالان وایي چې په پاکستان کې د کرونا وبا چټک خپرېدل د افغانستان لپاره نور هم خطرناک کېدالی شي ځکه په وینا یې له دغه هېواد څخه په ځینو قاچاقي لارو او ځینې وخت په رسمي لارو د زرګونه افغانانو تګ راتګ د دغې وبا د لا زیاتېدو لامل شوې ده.

په پاکستان کې کرنتین او ګرځبندیز د دغه هېواد اقتصاد په هتدریجي توګه ځپلی دی او ویل کېږي چې د بل هر ګاونډي هېواد په پرتله په کې د توکو نرخونه لوړ شوي دي او د حکومت په ګډون خصوصي سکټور یې ملیاردونه ډالره زیان کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.