The news is by your side.

پاکستان وايي د افغان سولې له بهیر خنډونه لېرې شوې دي

خبریال وېب پاڼه/ بین الافغاني خبرو ترسراوي لپاره د قطر وروستي کیدل!

صادق خان وايي د افغانستان سولې بهیر له هیلو څخه زیات پرمختګ کړی دی او د دې خبرو په وړاندې خنډونه لېرې کړل شوي.

په ورته وخت، پاکستاني رسنیو لیکلي، چې د بین افغاني خبرو ترسراوي له پاره د قطر هېواد وروستی شوی او ټولو لوریو په دې اړه هوکړه کړې ده.

پاکستاني رسنیو د پاکستان لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان په حواله باندې لیکلي، چې د افغانستان سولې بهیر له هیلو څخه زیات پرمختګ کړی دی او د دې خبرو په وړاندې ځينې خنډونه لرې کړل شوي دي او د بین الافغاني خبرو ترسراوي له پاره چمتوالی نیول شوی دی.

پاکستاني رسنیو دا هم لیکلي، چې طالبانو د بین الافغاني خبرو نه وړاندې د هند هېواد سره خبرې کول هم رد کړي دي.

وړاندې زلمي خلیلزاد هند ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې که د افغان سولې په اړه اندېښنې لري د طالبانو سره دې مستقیمې خبرې وکړي.

له دې سره بیا هم مهاله د افغانستان سولې له پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د مشر سره لیدنه کړې ده.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خبرپاڼې کې راغلي، خلیلزاد د دوحې د سفر نه وروسته تېره ورځ پاکستان ته ولاړ او د دې هېواد چارواکو سره یې د سولې نورو ګامونو، د طالبانو او حکومت له لوري د زندانیانو خوشې کېدو او بین اافغاني خبرو په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، خلیلزاد د افغانستان سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو هرکلی وکړ.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي، د طالبانو سیاسي دفتر مشر له زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د زندانیانو خوشې کېدو او بین الافغانی مذاکراتو پيلیدو پر موضوعاتو بحث کړی دی.

شونې ده چې خلیلزاد د پاکستان څخه وروسته کابل ته راشي او د طالبانو او پاکستاني چارواکو سره یې د لیدنو جزییات افغان حکومت مشرانو سره شریک کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.