The news is by your side.

کونړ سیند کې په بې رحمه ډول د کبانو ښکار

خبریال وېب پاڼه/ د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، چې د کونړ سیند په اوږدو کې په بېلا بېلو سیمو کې د ولسي خلکو له لوري د کبانو غیر قانوني نیونه روانه ده.

دوې وايي، که څه هم د قومي تړون له مخې په دغه ولایت کې دا چاره بنده ده خو پر وینا یې چې په ځینو سیمو کې خلک له قومي تړون څخه سرغړونه کوي او په بې رحمه ډول کونړ سیند کې د کبانو ښکار کوي.

د کونړ دغه ډله اوسېدونکي له اړونده چارواکو غواړي، څو په دې ولایت کې د هغو خلکو مخه ونیسي، چې د کونړ د سیند ماهیان یې له تباهۍ سره مخ کړي دي.

دوی دغه کبان د جنراتور د شارټ، بمونو الوځولو او په نورو هغو مختلفو لارو د ماهیانو ښکار کوي، چې د ماهیانو نسلونه ختموي.

بل خوا د کونړ د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست مسؤولین هم په دې ولایت کې دا ستونزه مني خو په مخنیوي کې یې د خپلو فعالیتونو یادونه کوي.

کومې ساحې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي هلته دا ستونزه نشته خو ځینې لرې پرتو سیمو کې د ماهیانو غیرې قانوني ښکار شته
خو د کونړ کرنې ریاست وايي، چې خلک باید په ډېره ساده طریقه کبان ونیسي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي او د کبانو د نسل د له منځه تلو مخه ونیسي.

یاد ریاست وايي، که حکومت د کبانو د غیرقانوني نیونې مخه ونه نیسي ډېر ژر به د کبانو نسل له سیند څخه ورک شي او د کونړ اوسېدونکي به د خپل سیند د ماهیانو څخه د تل لپاره بې برخې شي.

د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس نجیب الله عادل وویل: دا چې په ټول هېواد کې د ماهیانو ښکار بند دی په کونړ کې هم چاته د دې کار اجازه نه ورکوو.

د ریاست په وینا اوس مهال په کونړ کې د کبانو فارمونه هم شتون لري او ډېر ژر به په دې ولایت کې د کبانو د بچیانو د تولیدو او روزنې فارمونه جوړ شي، چې په دې سره به په کونړ کې د کبانو نسلونه مخ په زیاتېدو شي.

د کونړ د کرنې رییس له خلکو غواړي د ضرورت وړ کبان په داسې طریقو سره ونیسي چې د ماهیانو نسلونو ته زیان ونه رسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.