The news is by your side.

د ارګ ؛ سپیدار او پردیپالو خلاف پاڅون په کاردی

خبریال وېب پاڼهایران په افغانستان کې ښکاره لاس وهنه کوي ؛ جاسوسان او لاس پوڅي یې پر لوړو دولتي څوکیو کار کوي ،‌افغانان پوهېږي خو بیا هم څه نه وايي .

ایران په افغانستان کې د لاس وهنې سره سره په وارو وارو په خپل هیواد کې له افغان کډوالو سره داسيچلند کړی دی چې د معاصر تاریخ په اوږدو کې نه داعش داسي‌عمل کړی او نه هم کوم بلې ترهه ګرې ډلې . افغانان پوهېږي خو بیا هم څه نه وايي .‌

ایرانيپوځ تېره میاشت افغان ځوانان سیند ته وارتول او لسګونه کسان اوبو یو وړل . افغانان خبر دياو بیا هم څه نه وايي‌.‌

تېره اونۍ ایراني امنیتي ساتونکو افغانان ژوندي وسوځول وېډیو یې ترې جوړه کړه او خپره یې کړه ؛‌ افغانانو ولیده بیا هم څه نه وايي .

اخیر دا افغانیت څه دی ؟

ایا افغانیت موقف ته رسېدل او پر خپل غریب ولس ظلم زغمل او له بې وزلو سره ناروا چلند کول افغانیت دی ؟
ایا ریشوت ؛اختلاس ؛ اخلاقي‌ او اداري فساد افغانیت دی ؟

ایا ورور وژنه او په افغانستان کې د جګړې اورته لمن وهل افغانیت دی ؟

ایا جاسوسي ؛ خپله خاوره او هیواد خرڅول افغانیت دی ؟

د حکومت پر لوړرتبه او مهمو څوکیو ناستو افغانانو تاسو څنګه افغانان یاست ؟
دا ظلم چې نن له یوه بې وزله افغان سره کېږي ان شا الله سبا به ستا له نازولي سره ارو مرو کېږي . خدای محربان دی یوه ورځ به داسي‌راځي چې نازولي به دې د اور په لمبو کې سوځي او ته به رډ رډ ورته ګورې او هیڅ به کولای او نه ویلای شې .

د ارګ ؛ سپیدار او وزارتونو لوړرتبه چارواکو صاحبانو !
تاسو فکر کوئ‌ چې افغانان حافظه نه لري دا هرڅه به یې هېر شي ، خو دا فکرونه مو له سرونو وباسئ . افغانان که حافظه لري کنه خو دومره دی چې نړۍ په چټکي پر مخ روانه ده او ټکنالوجي‌دومره مخ ته تللې ده چې د هر کس عمل نامه ؛ تاریخ او کړنې ثبت کېږي .‌

په پېغور خو تاسو نه یاست بند او هسي هم د ډېرو ضمیرونه یا وده دي‌او یا هم مړه شوي‌ دي‌، خو یوه خبره سپینه او ښکاره ده چې ستاسو دا تخت او بخت به همېشه درسره نه وي .

ایران داسي‌ یو فاشیست هیواد دی چې کله هم ته له څوکۍ کوز شې او دوی پوهه شي چې نور ستاسو ګټه نه ورته رسي تاسو ته به هم که خدای (ج) کول همدغه افغان دښمنه ایران اور در اچوي .

موږ پوهېږو چې جاسوس آرام ژوند او اوږد عمر نه لري ؛ خو دا خبره درته کول غواړو چې اوس هم وخت دی او له همت او جراعت نه کار واخلئ ، پر خدای پاک توکل که څه هم ستاسو له عقل او فکر نه لوړه خبره ده ، خو پر خپل ولس توکل وکړئ او د نارینه خوی ځان کې پیدا او د ایران د ظلم خلاف غږ اوچت کړئ .

زه خو دا وایم چې د ایران د ظلم خلاف غږ نه اوچتوي‌ هغه افغان نه دی؛ که د افغانستان هویت لري هغه یې صرف او صرف د خپلو ګټو لپاره ساتلی دی .

که ارګ دا موضوع جدي نه نیسي دا ارګ د افغانانو نه دی : هلته مېشت هر چارواکی پردی دی .

که سپیدار دا غږ نه اوچتوي بیا نو ښکاره خبره ده چې سپیدار د جاسوسانو ځاله ده .

د بهریو چارو وزیر حنیف اتمر هسيهم په چل او چل بازيکې دوکتورا اخیستې ده ، تېره موضوع یې هم ورکه کړه او دا موضوع به هم ورکه کړي ، ځکه هغه اوس د بهرنیو چارو وزیر صاحب دی ؛‌د دریو او ۸ افغانانو پر سر ایران خفه کول ورته ګران دي .

افغانانو پاڅون په کار دی ؛ پاڅون د جاسوسو چارواکو او پردیپالو افغانانو سره سره د ګاونډیو د ظلمونو خلاف په کار دی .

پاڅون په ارګ ؛ سپیدار ؛ او ټولو ادارو کې د ایراني او بهرنیو جاسوسانو خلاف په کار دی .

موږ د ایران د سپاه پاسداران ټول غړي‌ چارواکي له افغان حکومت نه ایستل غواړ؛ باید مخونه یې تور او رسواشي‌.

لیکواله : زرغونه فریال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.