زابلیان: د مرکز کلات تر څنګ دې په ټولو ولسوالیو کې امنیت ټینګ شي
خبریال وېب پاڼه/ د زابل امنیتي مسؤولین وايې، د دې ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره يې کوټلي ګامونه اخیستي او ډېر ژر به د دې ولایت په امنیتي ساحه او حالت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
خلک هم د امنیتي سرتېرو د چلند څخه خوښ دي خو غوښتنه کوي چې د زابل په لېرې پرتو سیمو کې دې هم امنیتي حالاتو ته جدي پاملرنه وشي.
د زابل امنیې قوماندان سمونوال حکمت الله کوچی وايي، د زابل د امنیتي حالت لپاره يې ځانګړي پلانونه او تدابیر نیولي او تر ټولو زیات به د دې ولایت په مربوطاتو کې د کابل کندهار لويې لارې امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلی کوچی وايي، د خلکو په مرسته توانیدلي، چې په مرکز او لویه لار باندې امنیتي ساحه پراخه کړي خو دا بسنه نه کوي بلکې د دوی پلان دا دی چې د لويې لارې تر څنګ په ټولو ولسوالیو کې امنیتي ساحه پراخه کړي.
امنیه قوماندان حکمت الله کوچي د خیالي پولیسو له منځه وړلو، د فساد صفر کول، د پولیسو مسلکي کول او د دې ولایت امنیتي ساحې پراخول يې د کاري لومړیتوبونو څخه دی چې په دې برخه کې د زابل خلکو ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.
د زابل یو شمېر پولیس چې د امنیت د ټینګښت مسؤولیت لري، وايې د سر په بدله کې به د خپلو خلکو او خاورې خدمت کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو ژوند ته ګواښ رامنځته کړي.
د زابل یو شمېر اوسیدونکي چې د پولیسو د مسلکي کېدو او ښه چلند څخه خوښ دي، پر حکومتي مسؤولینو غږ کوي چې د امنیت ساحه دې د مرکز کلات تر څنګ په ټولو ولسوالیو کې پراخه کړي ځکه اوس تر بل هر وخت خلک د امنیتي سرتېرو سره همکار دي.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان هم مني چې په پولیسو کې تغیرات راغلي او اوس هغه کسان پر دندو دي چې مسلکي او اهل کار دي.
ښاغلی حق بیان وايي د امنیتي مسؤولینو سره همکار دي او اوږه په اوږه به د دوی سره ولس د وسله والو مخالفینو پر وړاندي وجنګیږي.
په زابل کې امنیتي مسؤولین او خلک په داسې حال کې د بدلون او اصلاحاتو څخه خبري کوي چې په دې وروستیو کې ډېری زابلیانو پر امنیتي مسؤولینو خپل باور د لاسه ورکړی ځکه چې د دې ولایت امنیتي ساحه کمه شوې او تر ډېره د دې ولایت امنیتي مسؤولین په سیاسي او قومي مسایلو کې مداخلې کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.