کور پاڼه / لیکنې / پاکستان ولي په افغانستان توغندي وروي !

پاکستان ولي په افغانستان توغندي وروي !

پاکستان هغه هېواد چې په ټوله نړۍ کې  دترهګرو په روزنه او دهغې څخه په ملاتړ نوم لري او هر وخت یې له هغه پروژو کار اخستي کوم چې دبشریت دبدبختۍ لامل ګرځي او دپاکستاني جوړښت په همدي کې ډوډۍ او پیسي دي په ورستیو کلونو کې چې طالبان مات شو پاکستان یو ځل بیا د هغوۍ په جوړولو کې مهم رول ولوبولو او یو ځل بیا یې له دي لاري دنړیوالې ټولنې څخه امتیاز اخستل شروع کړل .

خو کله چې په امریکا کې نوي اداره رامنځ ته کېږي ورسره سم پاکستان په ریښتیني توګه دامریکا مقاماتو لخوا دنړیوال تروریزم او په افغانستان کې په ښکاره مداخلو باندي تورن شو او له پاکستان وغوښتل شول چې په افغانستان کې دسولي ثبات سره مرسته وکړې په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو او پاکستان سره د دولت په دولت دخبرو لپاره داسي طرحه وړاندي کړه چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړه د ولسمشر دي طرحې ته خپله پاکستان هم حیران پاتې شو او ټولې نړۍ له پاکستان غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره په سوله کې مرسته وکړې .

ددي ترڅنګ افغان حکومت هم په مختلفو برخو کې په ځانګړې ډول د ترانزیت برخه کې چټک قدمونه پورته کړه او افغانستان یې له ترانزیتي زندان څخه خلاص کړ او همدارنګه یې داسلامي نړۍ او نړیوالو سره داړیکو په پیاوړتیا کې کوټلې قدمونه واخستل .

چې دي حالت پاکستان تر فشار لاندي راوست او هم یې دانزوا خواته بوتللو نو پاکستان اوس غواړي چې داسي اقدامات وکړې ترڅو له یوي خوا افغان حکومت تر فشار لاندي راولي او له بل لوري نړیووالو ذهنیت دخپل هېواد  په وړاندي بدل کړي او داسي وښایې چې افغانستان خاوره ددي هېواد  پرضد کارول کېږي چې همدي موخې ته درسیدو لپاره پاکستان دمختلفو لارو چارو کار اخلې چې په سر کې یې په کنړ او نورو ولایتونو باندي توغندیز بریدونه دي ددي بریدونو څخه دپاکستان یوه موخه داده چې کوشش کوي نړۍ ته وښایې چې دافغانانو دواک لاندي سیمو کې ترهګر پټ دي او مونږ دهغوۍ پرضد جګړه کوو او د دي سیمې ترهګر زمونږ پرضد وسله واله جګړه مخته بیایې دوهمه مسله داده چې نړۍ ته مالومه ده چې پاکستان دترهګرو ځالي او مرکزونه لري نو دوۍ کوشش  کوي چې په دي سیمو کې دناامنیو په خپرولو سره افغان وسله وال طالبان دي خواته راواړوي همدارنګه بله موخه یې داده چې افغانان دخپل حکومت پرضد  ودروي  ځکه بدبختانه مجاهدینو دافغانانو اردو تباه کړه او مونږ اوس دا وړتیا ډیره کمه لرو چې پنجاب په نښه کړو که مونږ چرته ډزي کوو نو خپل ورونه افغان پښتانه ولو چون دواړو غاړو ته افغانان میشت دي او پاکستان دا غواړي ترڅو افغانستان داسي عمل ترسره کړي چې هغه افغانان دافغان حکومت څخه کرکه پیدا کړي .

بله مسله داده چې په ورستیو کې پاکستان کله چې دنړیوالو لخوا تر فشار لاندي راغي او دي ته اماده شولو چې افغان حکومت سره دولت په دولت خبرې وکړي نو اوس یاد هېواد کوشش کوې ترڅو دخبرو اترو په وخت کې داسي کړني ترسره کړي چې دمذاکراتو په منځ کې له یو قوي ادرس نه رامخته شي او هغه اجنډا یې ولسي حکومت مخته یوسي کومه چې  دفوځ لخوا دوۍ ته ورکول کېږي او دهمدي اجنډا له مخې افغان حکومت تر فشار لاندي راولي ترڅو یاد هېواد خپله ملامتي پټه او له دي لاري ځان سلامت وښایې .

یاد هېواد نه یوازي داچې توغندیزبریدونه زیات کړي دي بلکې هڅه یې کړي ده چې دنورو لارو هم خپل تبلیغات پراخ کړي دخپلو رسنيو او په افغانستان کې دخپلو جاسوسانو له لاري ترڅو وکولې شي چې عامه اذهان مدیرت کړي او له دي لاري څخه د نړیوالو او افغان دولت څخه لا زیات امتیاز تر لاسه کړي خو دوۍ باید پوه شي چې افغانان اوس په  هرڅه پوه شوي دي او په سیمه کې داقتصادي انقلاب په راتلو سره دافغانستان موقیعت یوازي کافي دی ترڅو افغانستان له شته بهران څخه وباسي همدارنګه زمونږ بهرنی سیاست ددي شاهدي ورکوي چې مونږ اوس دنړۍ سره په ژبه پوه شوی یاستو او کولي شو چې خپلې ستونزي په سمه توګه سره مدیرت او حل لاري ورته پيدا کړو .

یاهو

لیکوال : سپین سهار

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

د پاکستان په زړه کې نوې فحشاخانه

پاکستانيان تل دا دعوه کوي، چې پاکستان د کليمې په زور جوړ شوى ملک دى، …

د افغانستان په سوله کې د چین ونډه

چین له افغانستان سره پر ګډه پوله پروت، د نړۍ له پیاوړواقتصادي هېوادونو له ډلې، …