The news is by your side.

کابل کې نوي ځوانان د بېوزلو کورنیو اقتصادي بوجونو ته اوږه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ په کابل کې نوي ځوانان د قرنطین په موده کې بې وزلو هېوادوالو ته شخصي مرستې رسوي.

دوی د روژې له مبارکې میاشتې وړاندې د قرنطین په موده کې بې وزلو هېوادوالو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې، چې اوس مهال یې د مرستو د پراختیا لپاره د مینې لاسونه ( Handa Of Love) ترنامه لاندې خیریه بنسټ هم رامنځته کړی.

د دې بنسټ مسؤولین وایي، له دې یې موخه د بې وزلو هېوادوالو اقتصادي ستونزو ته اوږه ورکول دي.

د بنسټ غړي احمد سهیل شایان د خپلو خیریه فعالیتونو په اړه خبریال وېب پاڼې ته داسې څرګنده کړه:

” دا چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ښارونه قرنطین شول او محدودیتونه ولګېدل، نو هغه بې وزله هېواد وال چې د خپلې کورنۍ لپاره یې د ورځني کار پر مټ یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله، د قرنطین سره یې کارونه په ټپه ودرېدل، دوی اوس له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، دوی د خپلو ماشومانو سترګو ته څنګه وګوري، چې څه ورته د خوراک لپاره نه شي پیدا کولی، موږ وغوښتل چې حد اقل د دې هېوادوالو لپاره دومره مرستې ورسوو چې د قرنطین په موده کې لږ تر لږه یو څو اوونۍ ورته بسنه وکړي.“

ښاغلي احمد سهیل شایان خبریال سره خبرو کې د خیریه بنسټ د رامنځته کېدو له موخې یادونه وکړه، چې دوی به یوازې د قرنطین موده کې نه بلکې په بشپړ ډول د قرنطین له خلاصېدو وروسته به هم خپل فعالیتونه نه دروي او لاپسې به یې غځوي.

”زموږ موخه یوازې د قرنطین پر مهال مرستې رسول نه دي، بلکې قرنطین زموږ لپاره یو ښه بهانه او فرصت و، له دې وروسته به هم خپل فعالیتونه ونه دروو او ورسره په پلان کې لرو چې د بنسټ نورې څانګې مو په نورو ولایتونو کې هم پرانیزو تر څو هلته هم د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی وکولی شو، تر څنګ مو ورته بانکي حساب هم پرانیست، هغه هېوادوال چې وس یې رسیږي که بهر کې وي یا په هېواد دننه وي، د دوی په کمه اندازه یا تر خپلې وسې مطابق مرستې هم د بې وزلو کورنیو لوی هیلې پوره کولی شي، موږ په دې هیله یوو، چې نور هېوادوال چې وس یې رسیږي له موږ سره یوځای د بې وزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.“

هغه بې وزله کورنۍ چې د دې ځوانانو له لوري مرسته ور رسېدلي خوښ دي او د دوی دا احساس ستایي.

دوی وایي، حکومت یې کیسه کې نه دی، چارواکي هم په خپلو مزو کې ډوب دي، دوی ته یې هېڅ پام نشته، د داسې نویو ځوانانو احساس د ستاینې دی چې زموږ په څېر خلکو د ستونزو نه ځان خبروي او مرسته ورسره کوي، دوی له هغو چارواکو څو چنده ښه دي، چې د بې وزلو کورنیو ستونزې ویني چې آن د سبا بېګا لپاره د خوړلو ډوډۍ نه لري خو بیا هم پرې سترګې پټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ له خپرېدو سره یو شمېر لوی او د کاروبار ښارونه تړل شوي او هغه هېوادوال چې د ورځني مزد پر مټ یې د کورنۍ او ماشومانو لپاره روزي ګټله اوس مهال له مالي بد حالۍ سره مخ دي، که څه هم د یو شمېر فعالو ځوانانو او مدني فعالانو له لوري خیریه مرستې کیږي، خو لا هم د ډېرو بې وزلو هېوادوالو ستونزې پر خپل ځای پرتې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance