The news is by your side.

د کرونا اوج او د اکسیجن نشتوالی

خبریال وېب پاڼه/ ډېر ناروغان او لږ روغتیایي خدمتونه!

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي شونې ده چې اته سوه نه تر نهه سوه د اکسیجن بالونونه د کووېډ١٩ روغتونونو لپاره ځانکړي شي.

د کووېډ١٩ لپاره ځانکړي شوي روغتون لپاره د اکسیجن او درملو نشتون ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

،ویل کیږي چې په روغتونونو کې د اکسیجن بالونونه تښتول کیږي.

ځينې نور نیوکه کوي چې روغتونونو کې د اکسیجن کمبود د دې لامل شوی چې دوی د اکسیجن یو بالون په اولس زره افغانۍ باندې اخلي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اکسیجن شپږ تولیدي شرکتونو سره یې خبرې کړي دي او شونې ده چې اته سوه نه تر نهه سوه اکسیجن بالونونه د کووېډ نولس له پاره ځانکړي شوي روغتونونو ته ځانګړي کړي.

تېره ورځ د نړیوال بانک له لوري د کرونا پراخوالي سره د مبارزې مرستې هم د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوې.

یو شمېر ناروغان په ناوړه وضعیت کې دي او ډېری اکسیجن ته جدي اړتیا لري، خو وایي هېڅ اکسیجن نشته.

ناروغان وایي، له دې امله څو ورځې کیږي چې دغې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې، حتا له بازار څخه یي په اولس زره افغانۍ هم اکسیجن اخیستی دی.

دافغان جاپان روغتون ناروغان وایي، چې روغتون ته د اکسیجن ډبي رسېدو سره د وېش پر لړ کې یي زیاته ګڼه ګوڼه او غږ پورته کیږي او هر څوک په هڅه کې دي څو ډبه ترلاسه کړي.

د درملو تر لاسه کولو لپاره هم باید اوږده لاره پلي ولاړ شي او درمل په خپل شخصي لګښت سره واخیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې د اکسیجن د تولید شپږ شرکتونه شتون لري چې د عرضه کېدو کچه یې د ناروغانو غوښتنو ته په پام سره لږه ده.

ورته وخت کې پرون د نړیوال بانک د مرستو محموله د یونسیف ادارې په وسیله د هېواد عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

د رسمي شمېرې له مخې چې په دې وروستیو ورځو کې په هېواد کې د مړیني کچې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

دمګړۍ کوېډ١٩ باندې د ټولو اخته کسانو شمېر څه باندې دوه ویشت زره تنو ته رسیږي. او ترې د رغېدلو ناروغانو شمېر تر دوه زرو اوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance