The news is by your side.

د ایران ملي‌ عواید هر کال ۵۰ میلیارده ډالره راټیټیږي

خبریال وېب پاڼه/ د ایران هر کال ۵۰ میلیارده ډالره عواید کمیږي، د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د امریکا د تحریمونو له امله هر کال ۵۰ میلیارده ډالره عواید د لاسه ورکوو
د ایران ملي‌ عواید هر کال ۵۰ میلیارده ډالره راټیټ شوي دي.

هغه دا څرګندونې په پلازمېنه تهران کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

هغه په ایران کې د کرونا ویروس او د امریکا له خوا د لګول شویو اقتصادي بندیزونو پر خلاف د مبارزې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې ایران د تېرو ۴ میاشتو په هم مهاله توګه هم د کرونا ویروس پر خلاف او هم د امریکا له خوا د لګول شویو اقتصادي‌ بندیزونو پر خلاف مبارزه کوي چې دې خبرې د خلکو په ژوند ډېرې جدي‌ منفي‌ اغیزې کړي‌ دي.

هغه د دې خبرې په ټینګار وویل چې د امریکا له خوا پر ایران د لګول شویو بندیزونو له امله هر کال ۵۰ میلیادره ډالر عواید د لاسه ورکوي چې د دې خبرې جبران ناممکنه دی.

سره د دې چې د ډېرو سختو فشارونو لاندې قرار لرو چې بیا هم سږنۍ بودیجه ۵۷۰ تریلیونه تومانه وه.

تېر کال دا شمېره ۴۴۸ تریلیونه تومانه وه.

هغه وویل چې دولتونه د دې ډول شرایطو په مقابل کې خامخا په ګونډو کیږي‌ خو مونږ د ټولو فشارونو سره سره مقامت او زغم ته دوام ورکوو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance