The news is by your side.

د نوې کابینې معرفي کېدو کې ځنډ د اساسي قانون نقض دی

خبریال وېب پاڼه/ د نوې کابینې معرفي کېدو کې ځنډ!

حقوق پوهان وايي د نوې کابینې معرفي کې ځنډ د اساسي قانون نقض دی.

ولسمشر غني همدارنګه ټینګار کوي چې په دولتي ادارو کې سرپرستۍ بهیر باید پای ته ورسیږي.

ده د ولسي جرګې له مشر او اداري پلاوي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به دې جرګې ته نوي نوماند وزیران ور وپېژندل شي.

بل خوا د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې حکومت باید وړ کسان دې جرګې ته د نوماند وزیرانو په توګه ور وپېژني.

ځينې حقوق پوهان هم له حکومت ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو معرفي کېدو او دې او په دې کار کې ځنډ د اساسي قانون نقض دي.

د ولسمشر د لوړې مراسمو څخه درې میاشتي تېریږي خو تر اوسه پورې نوې کابینه نه ده جوړه شوې.

وړاندې له عبدالله عبدالله سره سیاسي ناندرۍ د ارګ لپاره د نوې کابینې د معرفي کېدو پر وړاندې خنډ وو.

خو د سیاسي هوکړې لاسلیک او د محمد اشرف او عبدالله تر منځ د دغه اختلافونو حل څخه تر دا مهاله شل ورځې تېرې شوي دي.

ولسمشر غني وړمه ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو سره د لېدنې پر مهال ویلي دي له دې وروسته به په حکومت کې سرپرستي پایته ورسیږي.

نوموړي په دغه لېدنه کې ویلي دي چې نوماند وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي کوي.

خو د دغه نوماند وزیرانو د معرفي کېدو مشخصي نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته مهال په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي د کابینې معرفي کېدو په اړه د حکومت د ژمنو له امله خوشبین دي خو له حکومته غواړي چې له دې زیات په دې کې ځنډ ونه کړي او د کار کسان جرګې ته معرفي کړي.

یو شمېر حقوق پوهان وایي: نوی حکومت د کار له پیله یې اړ وو څو خپله کابینه یي بشپړه کړې وای خو په دغه کار ځنډ د اساسي قانون ښکاره نقض دی.

هېوادوال هم په دې ورځو کې د جګړې او کرونا ویروس له ګواښ څخه کړیږي.

حکومت د خپل کار پیله تر اوسه یوازې پر دې توانېدلی چې د بهرنیو چارو، مالیې، اطلاعاتو او کلتور، ښارجوړولو، روغتیا، د ښځو چارو او مرکزي بانک نوماندان معرفي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.