The news is by your side.

ځمکني‌ توت تر تاریاکو زیات عاید لري‌ (ویډیو)

خبریال ویب  پاڼهځمکني‌توت چې دافغانستان په تقریبآ هر ولایت کې کېږي‌ پر یو چریب ځمکه د میاشتې لږترلږه  (۱۰۰۰۰۰) یولک افغانۍ عایدات لري .‌

دافغانستان په غزني ولایت کې ځمکنيتوتو لوی بازار موندلی دی .

د غزني‌ ولایت کرونده ګر وايي چې له یونیم جریب ځمکې په هرو دریو ورځو کې (۱۵۰) کیلو توت را غونډوي چې یو کوتی یې په بازار کې (۱۰۰) افغانۍ قیمت لري .

محمد حسن د غزني ولایت یو کرونده ګر دی او وايي چې د ژوند چارې یې د توتو ددې واړه باغ په مټ چلېږي او (۸) کسان کاریګر کار ورسره کوي .

ځمکنيتوت د افغانستان د اب او هوا سره د پالیز په ډول ساتل کېږي ؛ خو عایدات یې تر بلې هرې میوې د زحمت په اندازه ډېر دي‌.

د غزني‌ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریس صدیق الله کلیوال وايي چې دا توت ډېره ګټه کوي‌ او اوس د غزني‌ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې رواج شوي‌دي .

د ښاغلي‌کلیوال په خبره چې افغانان کولای شي چې د هیواد په نېژدې ټولو برخو کې له دغه بوټيګټه واخلي‌او پراخ عایدات په لاس راوړي .

په غزني‌ کې ګڼو خلکو د خبریال وېبپاڼې همکارې ته ویلي‌ چې ددغو ځمکنيتوتو ګټه تر تاریاکو هم زیاته ده .

ځمکني‌ توت یا سټاربري‌ د نړۍ یوه له مشهورو مېوو څخه ده چې په نړۍ واله کچه لوی بازار لري‌او تر ډېره بریده د نړۍ په اکثره هیوادونو کې هم کرل کېږي‌او هم یې استعمال زیات دی .‌

کارپ،هان وايي‌ که افغان حکومت د ځمکنيتوتو بازار ته پاملرنه وکړي‌ له یوې خو به یې ځمکه والو او بزګرو زیات حاصلات اخیستيوي او له بله پلوه به یې په افغانستان کې د نشيي توکو مخنیوی کړی وي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.