The news is by your side.

بورډ د تاجکستان له لیګ سره د لوبغاړو همکاري رد کړه

خبریال وېب پاڼه/د افغانسان کرېکټ بورډ د تاجکستان په لومړني لس اوریز غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو لپاره افغان لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورنکړه.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بورډ مشر فرهان یوسفزي هغو لوبغاړو ته چې تاجکستان یې په خپل لومړني لس اوریز غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو غوښتنه کړې وه، اجازه ورنکړه. نوموړی وایي چې د مالي ستونزو له امله نه شي کولی خپل لوبغاړي په دغه لیګ کې لوبېدو ته پرېږدي.

په داسې حال کې چې لیګونه د پیسو د ترلاسه کولو اصلي سرچینه بلل کېږي، د کرېکټ بورډ رییس د لوبغاړو نه لېږلو یو اصلي لامل د افغان کرېکټ بورډ مالي ستونزې ورته یادې کړې دي.

تر دې د مخه یو شمېر افغان کرېکټ پوهانو او تکړه مبصرینو ویلي وو چې کرېکټ بورډ باید له تاجکستان سره د ددغې لیګ په ترسره کولو کې بشپړه همکاري وکړي تر څو په راتلونکي کې د افغانستان نوم ورسره روښانه شي او تر څنګ یې په افغانستان کې د کرېکټ په برخه کې د پانګونې لپاره د تاجکستان پاملرنه را جلب کړي خو بورډ مشر برعکس کار وکړ.

دې سره د یو شمېر کرېکټ پوهانو په آند نوموړي ثابته کړه چې د کرېکټ په ادبیاتو کې یو ناکاره او نا پوهه مشر دی، ځکه نوموړی په لوی لاس هغه فرصت چې پاکستان او اماراتو په ګډون د سیمې نور هېواد ورته بې صبرانه په تمه دي، په لغط وواهه.

د کېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې تاحکستان د کرېکټ نړیوالې شورا غړیتوب نه لري او نه یې د دغه لیګ د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړې ده. دوی زیاتوي چې له همدې امله به خپلو لوبغاړو ته په دغه لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنکړو.

څو ورځې وړاندې د تاجکستان لخوا افغان کرېکټ بورډ ته وړاندیز وشو چې له دوی سره دې په لومړني لس اوریز لیګ کې تخنیکي او د لوبغاړو په برخه کې مرسته وکړي. د کرېکټ د مبصرونو په وینا دا د افغانستان د کرېکټ بورډ لپاره یو زرین چانس ؤ چې خپل تنکي او ځوان لوبغاړي دغه لیګ ته ور ولېږي تر څو هم یوه اندازه ګټه ترلاسه کړي او هم د بورډ لپاره کرېډېټ واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم په لومړیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا غړیتوب نه درلود او له ګاونډي پاکستان څخه یې مرستې وغوښتې چې په ډېره کمه موده کې افغان لوبغاړو ځانونه وځلول او په نړیوال سټېج یې خپل ځایګی پوخ کړ خو پاکستان تر اوسه پورې هم د افغان ملي لوبډلې په بریاوو کې خپل کرېډېټ اخلي او وایي چې دا د دوی له برکته دغې دریځ ته رسېدلې ده.

د کرېکټ بورډ په اوسني مشر باندې نیوکې زیاتې شوې دي او نوموړی د کرېکټ په ډګر کې یو ناکاره او بې تجربې مشر بلل کېږي. هېره دې نه وي چې په نوره نړۍ کې د کرېکټ بورډونو لپاره د کرېکټ پخواني لوبغاړي او د اړوندو برخو تکړه ماهرین تاکل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.