د نړۍ اقتصاد لوی ټکان خوړلی

 یوې مخکښې اقتصادي ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، د کورونا د وبا له امله په نړۍ کې تر ټولو سخت اقتصادي بحران پېل شوی چې نږدې یوه پېړۍ کې ساری نه لري او ښايي حالات له بېرته رغېدو مخکې نور هم خراب شي.

د اقتصادي همکاریو او پراختیا ادارې مشر انجل ګوریا په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل، داسې بده نړیواله روغتیا، اقتصاد او ټولنیز بحران تر اوسه اوسنیو ژوندیو کسانو نه و لیدلی.

ګوریا وویل، اداره یې اټکل کوی چې په ۲۰۲۰ کال کې به شپږ فیصده اقتصادي وده کمه شي چې دا په په تېرو ۶۰ کالو کې ساری نه لري.

هغه وړاندې وویل، که چېرې د دې کال په وروستیو کې د کورونا دوهمه څپه راشي نو د نړۍ اقتصاد ښايي ۷.۶ فیصده کم شي.

ګوریا وویل، هر هېواد سخت ځپل شوی، په سوونو ملیونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

ده زیاته کړه، هغه برخې چې تر ټولو زیاتې ځپل شوي هغه سېلګرۍ، هوايي سفرونه او واړه او متوسط کاروبارونه دي.

یادې ادارې له حکومتونو څخه غوښتي دي، چې په روغتیايي سیستم، طبي سامانونو، واکسین، درملنې او خلکو ته د کار ورکولو په برخه کې له پانګونې سره د نابرابرۍ په وړاندې سره مرسته وکړي.

دوی همدارنګه له هېوادونو څخه وغوښتل چې د کورونا واکسین او درمل دې جوړ او بیا یې ټولو اړینو خلکو ته په یو وخت کې ورسوي.

له ډیوه راډیو په مننه

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum