The news is by your side.

امریکا کې لمړنی تورپوستی د هوايي ځواک عمومي قوماندان شو

خبریال وېب پاڼهد ستر جنرال چارلس برون لمړنی تورپوستی جنرال دی چې د امریکا په تاریخ کې د هوايي ځواک عمومي قومانداني‌ورسپارل شوې ده .

د نوموړي پیشنهاد ولسمشر ټرمپ کړی وو چې د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې یې په یوه خوله تاید وکړ او هغه ته یې د پوځ د هوايي ځواک عمومي‌قومانداني وروسپارله .‌

دا ټاکنه په داسي وخت کې کېږي چې تر بل هروخت په امریکا کې تورپوستو پراخ لاریونونه پیل کړي دي او د امریکا متحده ایالات په بشپړه توګه د سلګونو زرو لاریون کوونکو سره مخ دي .

 امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چېپه امریکا کې د لومړي  ځل لپاره افرو امریکن  ستر جنرال چارلس برون  مې د  مشرانو جرګې ته  د هیواد د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه پیشنهاد کړ چې د سنا مجلس لخوا ومنل شو. دا د امریکا لپاره یوه تاریخي‌ ورځ ده. د ستر وطنپاله او مشر ستر جنرال برون سره په ګډه د کارولو په اړه ډیر لیواله یم او بې صبرانه انتظار باسم.

د ویلو ده چې ستر جنرال برون ددینه مخکې په هند پاسیفیک کې د امریکا د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله او په خپله دنده کې بریالی جنرال بلل شوی دی .

که څه هم د امریکا په متحده ایالاتو او هم دا راز په اروپايي هیوادونو کې د تورپوستو سیاستوالو ؛ پوځیانو او پر بیلا بیلو لویو څوکیو د ګمارل شویو تور پوستو کمی نشته ؛ خو د امریکا د تحده ایالاتو د پوځ د هوايي ځواک د عمومي قوماندان په توګه د ستر جنرال چارلس برون ټاکنه ځکه مهمه ګڼل کېږي چې په دې وروستیو کې امریکا يي‌ تور پوستو د پولیسو له چلند څخه سرټکاوه او تور یې پوري کاوه چې په امریکا کې د دوهمې کچې د اوسېدونکو په سترګه ورته کتل کېږي .

د ولسمشر ډونالډ‌ټرمپ دا ګام په کوردننه ډېر زیات ستایل شوی ؛ خو ځینو نورو بیا نیوکې کړې دي‌او داسي‌ انګېري چې ولسمشر ټرمپ غواړي‌ تور پوستو ته سیاسي رشوت ورکړي‌او په دې توګه د هغوی ووټ ترلاسه او ټاکنې وګټي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.