The news is by your side.

کرونا د هر افغان تر کوره رسېدلې، حالت بحراني دی

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا نوی سرپرست وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې وایي چې د کرونا وبا د هر افغان تر کوره رسېدلی ده او حالت بحراني دی.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا وبا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې کرونا وبا د هر افغان تر کوره رسېدلې ده او په وینا یې هېواد له بحراني حالت سره مخ دی.

نوموړي چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه لپاره یې تازه تګلاره اعلان کړه، وویل چې افغانستان د کرونا وبا له امله په خورا کړکېچن حالت کې دی.

ښاغلی عثماني وایي دوی یوازې د نږدې ۲۲ زره مثبتو پېښو په ثبت بریالي شوي، خو حقیقت دا دی چې کرونا ویروس د هر افغان کور ته رسېدلی دی. د ده په خبره د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې دي چې که دوی غواړي ټولې تشخیص کړي، نو کال وخت او میلیاردونه ډالر لګښت پرې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د څارونکو بنسټونو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي وو چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجي څه د پاسه ۹۳ سلنه بودیجه غلا شوې ده. په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت په خدماتي پرسونلو باندې نیوکې زیاتې شوې دي.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د ولسمشر غني د یو فرمان له مخې د عامې روغتیا وزیر ته لوی صلاحیت ورکړل شوی ؤ چې له مخې یې نوموړي پرته د ولسي جرګې او ولسمشر له تائیدۍ کولای شوی په لوړه کچه بودیجه د دولت له خزانې څخه وباسي او په روغتیایي چارو یې ولګوي.

د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر وویل سر له نن به د کرونا د پراختیا پر وړاندې هغه اقدامات ترسره کېږي چې باید درې میاشتې مخکې ترسره شوي وای. نوموړي همدا راز د دې اجازه ورکړې چې له کرونا د جوړو شوو کسانو د وینې پلازما وضعیت ته په کتو ناروغانو ته تطبیق کړي.

نوموړي پر شخصي روغتونونو هم غږ کړی چې په خپل سري ډول دې د کرونا ازمایښت نه ترسره کوي او د خلکو پر ژوند دې لوبې نه کوي. سرپرست وزیر له خلکو، روغتیايي مرکزونو او نورو حکومتي ادارو غوښتنه کړې چې له یو بل سره پر همکارۍ ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.

عثماني د وزارت په رهبرۍ کې کمزوري مني او وایي د دغه کمزورۍ له امله نن په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ناورین ډکه څپه روانه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.