The news is by your side.

ډېر ژر به د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته ترسره شي

خبریال وېب پاڼه/ ضمیر کابلوف وايي ډېر ژر به د افغانستان سولې په اړه د روسیې، امریکا او افغانستان ترمنځ یوه ناسته برابره شي.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف په خبره روسیه امریکا او افغانستان د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې چې د جون په پنځلمسه باندې د افغانستان سولې په اړه برابریږي د بین الافغاني خبرو له پاره د اسانتیاوو برابرېدو په اړه خبرې کیږي.

کابلوف ویلي دي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د روسیې له لوري په خپله کابلوف، د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر محمد حنیف اتمر او د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد ګډون کوي.

ولسمشر تېره ورځ د خلیلزاد سره په لیدنه کې افغانستان کې د دایمي سولې ټيڼګښت او بین الافغاني خبرو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.

له دې سره بیا د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاز زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د افغانستان حکومت مشرانو سره یې لیدنه او خبرې کړي دي.

د افغعانستان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني سره لیدنه کړې دا و د طالبانو سره د مستقیمو خبرو پيلېدو نه وړاندې د عملي ګامونو، تاوتریخوالي کموالي او نا اعلان شوي اوربند په تړاو خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې بیا د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او د عبدالله عبدالله سره یې په لیدنه کې یې د بین الافغاني خبرو کوربه توب چمتوالي ډاډ یې ورکړی دی.

همدارنګه په دې لیدنه کې د زندانیانو خوشې کېدو او د بین الافغاني خبرو پيلېدو وخت او ځای په اړه خبرې شوي دي.

له دې سره د قطر ځانګړي استازي د افغانستان حکومت بهرنیو چار وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر سره هم لیدنه کړې ده او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په تړاو یې خبرې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.