The news is by your side.

د تناقضاتو وطن

خبریال وېب پاڼه/ بیا هم وايم چي خندا له تناقضاتو زېږي، لکه د عمل او وينا تر منځ توپير، د عقيدې او عمل تر منځ توپير او داسي نور تناقضات، څو بېلګې يې په دې ډول دي:

۱: د عدم تشدد مبارزه به بېغرتي بولي او د وطن او ملت د نجات يوازينۍ لاره به جهاد يا انقلاب بولي، پر وال به يې هم د عمر مختار، چګوارا او بل انقلابي يا جهادي شخصيت عکس لګولی وي، خو خپله به دومره ډارن وي چي د بيان د ازادۍ په دې ښارناپرسان کي به يې د فيسبوک آی ډي هم مستعار وي. بس دئ خانه راوله يې مړې دي کړې.

۲: د بل د ښځو هر ډول لڅ لغړ عکسونه به د هغوی شخصي کار بولي او د مجوز لټولو هڅه به کوي، خو خپله ښځه به يې لکه بند ګوپی په ححاب کي داسي پټه کړې وي چي نوک به يې هم څوک نه سي ليدلای. خپله ښځه يې ورته خسته کن سوې ده، وايي ښه دئ چي په دې نوم د نورو فيسبوکي ښځو زړونه خپل کړم، دا يو ګړی چټ هم غنيمت دئ.

۳: د ساينس او ادبياتو ډاکټر به وي، خو فيسبوک پاڼه چي يې وګورې، نو يوه ادبي او ساينسي مقاله به و نه مومې، يا به يې له دين سره دښمني را اخیستې او يا به لکه چرګ په سياسي ډيران کي مښوکه وهي. خپله مي ويجاړه، زه د بل پر درولاړه.

۴: څپلۍ به يې شکېدلي وي چي خارج ته وتښتي او د ټاميانو جنت ته ولاړ سي، خو ټول بهر ميشتي افغانان به جاسوسان او د وطن دښمنان بولي. هغه څه چي لاس ته راځي حلال دي، يوازي هغه څه حرام دي چي د چا لاس ته نه ورځي.

۵: د ملي يوووالي چيغی به يې غوږونه کڼوي، خو د يوې کوچنۍ قبيلوي ټولني د غونډي سټيج به چلوي. تش خبري او ژبه يې لکه پوچ کولمې ښه اوږده ده، ټول افغانستان ورباندي ګزولای سو، خو ماغزه يې دوولس ګرامه دي.

۶: څو لسيزي کېږي چي له افغانستان څخه دباندي اوسېږي او ښه ارام ژوند به لري، د جګړې خبرونه به يې د رسنيو له لاري هم بد ایسي، خو په افغانستان سوله غندي. د جنګ مفکر دلته او د سولي مفکر له هيواده د باندي اوسېږي.

۷: بانکونه به يې د اشغالګرو بهرنیانو په پيسو ډک وي، خو دی به په افغانستان کي بهرنيان داسي کلک غندي ته به وايې چي سل انګرېزان او امريکايان يې په سنايپر توپک پر تندي ويشتلي او ځای پر ځای يې وژلي دي. په سترګو ژاړي په زړه ګوړي ماتوينه.

نور يې تاسي ولیکئ!

عبدالنافې همت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.