The news is by your side.

ننګرهار کې دوه ادارې د ورځې میلیونونه غیري قانوني پیسي اخلي

خبریال وېب پاڼه/ ننګرهار ک له بار وړونکو موټرونو څخه ۶۰ زره کالدارې په غیر قانوني توګه اخیستل کیږي.

د ننګرهار ولایت په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرونو څخه یو شمېر دولتي ادارې غیري قانوني پيسي اخلي.

موټر چلوونکي او د ننګرهار ولایتي شورا وايي چې د تورخم کمیسارۍ او ترانسپورت ادارې پاکستان ته د تلوونکو تشو موټرو څخه تر ۶۰ زره کالدارو پورې غیرې قانوني پیسې اخلي او بیا يې پاکستان ته د تګ اجازه ورکوي.

د تورخم کمیسارۍ په دې تړاو له خبرو کولو څخه ډډه وکړه خو د ترانسپورت اداره بیا د خلکو دغه څرګندونې رواجي وبللي او وايي هېڅ ډول حقیقت نه لري.

د بار وړونکو موټرونو چلوونکي وايي دغلته د کمیسارۍ او ترانسپورت ادارو مسؤولین له دوی څخه پاکستان ته د تګ پرمهال غیرې قانوني پیسي اخلي.

دوی ادعا کوي چې دې ادارو په قصدي توګه دلته د تشو موټرو رش جوړ کړی او فساد ته يي زمینه برابره کړې ده.

لارۍ چلوونکي وايي په سلګونه بار وړونکي موټرې په تورخم کې نمبر ته ولاړې دي چې پاکستان ته ولاړي شي خو هغه موټر چلوونکي او سوداګر چې پيسي ورکړي د موټرو نمبر مخکې کیږي او اجازه ورته ورکول کیږي.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال شینواری وايي چې د ورځې دغه دواړه ادارې په میلیونونه پیسې په غیرې قانوني توګه پیدا کوي او خلکو ته يي ستونزي جوړې کړي دي.

نوموړی وايي په تورخم کې ایسار شاوخوا ۲۰۰۰ هغه کانټینیر موټرونه ولاړ دي چې د ورځې پرې څه د پاسه سل ډالر نړیواله جریمه یا ډیمرج راځي.

له پراخه هڅو سره سره د تورخم کمیسارۍ له خبرو کلولو ډډه وکړه خو د ننګرهار ځمکني ترانسپورت رییس بیا دلته د فساد خبرې ردوي.

نوموړی وايي د کرونا د مخنیوي لپاره يي ۳۰۰ لارۍ چلوونکي مشخص کړي او د ورځې شاوخوا ۲۵۰ تشې لارۍ پاکستان ته اړوي او هڅه کوي چې دلته ایسار شاوخوا ۲۰۰۰ موټرنه ټول انتقال کړي.

خو د لاریو څښتنان بیا دغه پروسه هم له فساده ډکه بولي او غوښتنه کوي چې هر موټر سره خپل چلوونکي او کلینډر ته اجازه ورکړل شي.

تورخم سرحدي بندر د هېواد په ختیځ کې هغه ستر بندر دی چې د ورځې پرژ په لسګونه موټرونه صادرات او واردات کوي خو سوداګر وايي د کمیسارۍ، ترانسپورت او یو شمېر نورو ادارو د مسؤولینو له خوا غیرې قانوني پیسو اخستلو په دې لارې د موټر کرایه څو چنده لوړه کړې ده چې اغېزه يې پر ولس ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.