د ٢٠٠٠ نورو طالب زندانیانو خوشې کېدو ته د حکومت چمتووالی

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر غني وايي، ډېر ژر به ۲۰۰۰ نور طال زندانیان له بند څخه خلاص شي او د افغانستان جګړه ګټوونکی او بایلونکی نه لري.

ولسمشر غني وايي چې دوه زره نور طالب زندانیان به د افغان حکومت له بند خونو څخه خوشې شي.

ولسمشر غني د اتلانتیک شورا ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان سولې زمینې پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د سولې پرمختګ په اړه یې خوښي څرګنده کړې ده.

غني ویلي، چې د افغانستان جګړه کټوونکی او بایلوونکی نه لري خو د افغانستان امنیتي ځواکونه بیا د دښمن سره د مبارزې وړتیا لري.

په ورته وخت کې بیا زلمي خلیلزاد د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو له چمتوالي خوښې څرګنده کړه او یوه اوونۍ کې د دې خبرو پیلېدو هغه هم د زندانیانو خوشې کېدو څخه هرکلی کړی دی.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند هم ویلي دي چې پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو په صورت کې بین الافغاني خبرو پيلېدو ته چمتو دی او ویلي یې دي چې طالبان هم د زر تنه افغان حکومت زندانیانو خوشې کېدو ته ژمن دي.

ولسمشر غني وایي، د افغانستان حکومت د بین الافغاني خبرو بهیر آسانتیا برابرولو لپاره دوه زره نور طالب بندیان هم له بند څخه خوشې کوي.

نوموړی وایي حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره ژمن دی نوموړي وویل د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او د یادې ډلې د بندیانو د خوشې کولو بهیر څیړي.

افغانستان حکومت تر دا مهاله نږدې درې زره طالب بندیان له بند څخه خوشي کړې دي او طالبانو هم څه باندې څلور سوه حکومتي بندیان خوشي کړې دي.

د حکومت له بند خونو څخه د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو له بند خونو څخه د زر دولتي بندیانو خوشي کول، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له اساسي شرایطو بلل کیږي چې د چارواکو په خبره ولسمشر غني دا هم ویلي دي چې راتلونکې اوونۍ به د سولې بهیر کې د بین الافغاني خبرو مذاکراتو په برخه کې نور ګامونه هم اعلان شي.

ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په اتلانتیک شورا کې د ولسمشر غني له خبرو وروسته په ټویټر کې وویل د طالبانو ټولو پنځه زره بندیانو خوشې کولو په صورت کې دغه ډله د یوې اوونۍ په ترڅ کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره چمتوالی لري.

زلمي خلیلزاد هم په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې د بندیانو هر څه ژر خوشې کېدل به د مستقیمو بین الافغاني خبرو د پیلېدو لامل شي.

له دې ټولو سره سره غني ویلي دي چې د سولې لپاره د امریکا او افغانستان هڅې همغږې دي نوموړي د امریکا له همکارۍ او قربانیو څخه د مننې په خوا کې هیله مندي ښودلي چې له پوځي سکټور څخه نورو سکټورونو ته هم د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې پراختیا ومومي.

غني د هغې پوښتنې په ځواب کې که چېرې د سولې لپاره د طالبانو شرط د ولسمشر غني استعفا او د لنډ مهالي ادارې جوړښت وي، د استعفا ورکړې لپاره چمتو دی؟

وویل: د دولت، د افغانستان د خلکو، د امریکا د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې یو له اندېښنو څخه د دوحې په هوکړه لیک کې د طالبانو ژمنو ته ولاړ نه پاتې کېدو له امله دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو وویل، طالبانو تراوسه پورې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او وړمه ورځ د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان وویل چې طالبانو تر دا مهاله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرایطو کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي

نوموړي ټینګار کړی په هغه صورت کې چې طالبان خپلو ژمنو باندې عمل ونه کړي بهرني ځواکونه به افغانستان پرېنږدي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More