The news is by your side.

د بزګرانو تجهیز کېدو لپاره ګام

خبریال وېب پاڼه/ د هېواد په یوولسو ولایتونو کې بڼوال او بزګران د بڼوالۍ تجهیزاتو باندې سمبالیږي.

کوچني زیرمتونونه، ممیز خونې او یو شمېر نورې پروژې په یوولسو ولایتونو کې بزګرانو او بڼوالو ته برابریږي.

د بڼوالۍ پراختیا پروژې په بنسټ کوچني زیرمتونونه، ممیز خونې او نور تجهیزات په دې ولایتونو کې د بڼوالو او بزګرانو له پاره برابریږي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت له بزګرانو سره په تازه قرار داد کې يوولسو ولایتونو کې دولس سوه پروژې د بزګرانو او بڼوالو له پاره ګټې اخیستنې ته وړاندې کوي.

کروندگرو سره داسې تړون لاسلیکوي چې پر بنسټ یې کروندگر او بڼوال به د ۳۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژو څخه برخمن شي.

د کابل، لوگر، پکتیا، بامیان، وردک، غزني، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، کونړ او خوست ولایتونو بڼوال دغو پروژو څخه برخمنیږي.

څه باندې اووه سوه کرنیزې د پانگونې خونې؛ نږدې دوه سوه ممیزخونې ‎او درې سوه لمریزې وچونکې به کروندگرو ته په واک ورکړل شي.

د کرنې، اوبو لگونې او مالدارۍ وزارت د دغو پروژو موخه د کرنیزو محصولاتو او د کروندگرو اقتصادي وده بولي.

د دغو پروژو پر بنسټ د کرنیزو محصولاتو لپاره، بازار موندنه او سوداگرو سره د کروندگرو د اړیکې زمینه برابریږي.

یو شمېر کروندگر د کرنیزو محصولاتو کچې ډېروالي کې د دا ډول پروژو پلي کېدل اغېزمن بولي او له حکومته غواړي د بازار موندنې زمینه هم رامنځته کړي.

اوس چې د مېوې فصل دی، د هېواد کرنیزو محصولاتو پر مخ تر ټولو عمده بازارونه تړلي دي او کروندگر خپل محصولات په ټیټه بیه پلوري، ځکه چې نه یې د ساتنې لپاره د پانگونې خونې لري او نه یې هم د پلورلو لپاره بازارونه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.