The news is by your side.

خالد- هیواد او ولس په خپلو امنیتي سرتېرو ویاړي

خبریال وېب پاڼهدافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد په لوګر ولایت کې د کمانډو ځواکونو او د پولیسو  د (۳۰۳) قطعې سربازانو ته وویل چې هیواد او ولس ستاسو په سرښندنو ویاړي او دښمن مو سخت وارخطا کړی دی .

ددفاع وزیر اسدالله خالد یو ځل بیا غبرګه کړه چې د هیواد ټول امنیتي ساتونکې د سولي بهیر ته ژمن دي ؛ خو د خپل هیواد د ساتلو او دښمن ته د غاښ ماتونکي‌ ځواب ورکولو توان لري .

نوموړي‌پر افغان امنیتيځواکونو غږ وکړ چې اوس تر بل هر وخت ستاسوځواکمنتیا محسوسیږي او د پردیو په ایشاره جنګېدونکي‌دښمن ته ستاسو ځواک معلوم او روښانه دی .

خالد وویل چې د هیواد هر سرباز ددې خاورې اتل دی او موږ به یې همېشه ستاینه او پالنه کوو.

په لوګر کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې ددفاع وزیر اسدالله خالد د هغه ولایت له والي او نورو لوړرتبه مامورینو سره هم ولیدل .

د افغانستان ددفاع اوسنی وزیر تر بل هر وزیر زیات ولایتونو ته سفرونه کوي‌او تر ډېره بریده د افغان امنیتي‌ساتونکو د موررال د پیاوړي کېدو او د هغوی د ستونرزو د اورو لو لپاره د هغوی پوستو او جزوتامونو ته ورځي .

نوموړی په دې مشهرو دی چې لږ وخت په وزارت او ډېر وخت په ولایتونو کې له عسکرو سره تېروي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.