The news is by your side.

هېواد کې کرونا د شدت په مرحله کې ده

خبریال وېب پاڼه/ د عامې روغتیا سرپرست وزیر ننګرهار ته په سفر کې ویلي، چې هېواد کې کرونا ویروس د شدت په مرحله کې دی، خو تمه لري، چې د دوی له لوري د نوي جوړ شوي پلان پر مټ به یې کنټرول شي.

نوموړي سره افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ریګ هم دغه ولایت تللی وو او افغانستان سره یې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د خپلو مرستو په دوام ټینګار کړی.

هغه ویلي، موجوده حالت د اندېښنې وړ دی خو د نورو مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ به يې پر وړاندې قوي مبارزه وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر جلال اباد کې یو غونډې ته وویل، که څه هم اوس مهال کرونا ویروس د شدت په حال کې دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ پنځه لوی صحي پلانونه جوړ شوي، چې له مخې به یې دغه ناروغي کنټرول شي.

هغه وایي، په دې پلان کې د کرونا د تشخیص او ممکنه درملنې، مرکزونو زیاتوالی، علایمو له مخې کلنیکي تشخیص، د صحي خصوصي سکټور ونډه او په نورو ناروغیو د اخته کسانو لپاره د امکاناتو زیاتوالی شامل دي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم هېواد کې د کرونا موجوده حالت د اندېښنې وړ وباله خو د نورو مرسته کوونکو ادارو په ګډه همکارۍ له افغان حکومت سره یې د کار ډاډ ورکړ.

هغه وویل، تر اوسه په ګڼ شمېر برخو کې مرستې شوي خو لا پراختیا به ورکړي.

ډاکټر ریګ په نړیوالو بازارونو کې د طبي وسایلو کموالی هم هغه ستونزه یاده کړې، چې د کرونا وضعیت په اړه يې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د روغتیا سرپرست وزیر وايي، چې په لرو سیمو کې د امکاناتو کموالي ستونزه به د کرونا پر وړاندې د مبارزې برخه کې د خصوصي سکټور مرسته حل کړي.

هغه دا هم وویل، چې په ټول هېواد کې د ناروغانو لپاره د اکسیجن کموالی یوه ننګه ده؛ خو دوی یې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوي دي.

۲۳۵۴۶ تنه تر اوسه په ټول هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي، چې له ډلې یې  ۳۹۲۸ تنه بیرته رغېدلي او ۴۴۶ تنو د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي، لا هم د دې ناروغۍ لومړۍ څپې دي او ورځ تر بلې یې د مثبتو پېښو په لوړېدو دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.