The news is by your side.

لوى اختر، د قربانيو د څاروو د بازارونو ګڼه ګوڼه او کرونا

خبریال وېبپاڼه – په راروانو ورځو، اونيو او حتى مياشتو کې به د کويډ19 ناروغي يا د کورونا ولګى بې کچه ډېريږي او دا اور چې دوه مياشتې وړاندې لکه د ډيرانه اور له خوږلنه لاندې بليده ډير زر به لکه د رنجکو او باروتو د اور غوندې د هيواد په لروبر کې لا ژبورې لمبې پورته کړي. په تيره بيا د قربانيو په لوى اختر کې، کله چې د څاروو بازارونه ولګي او خلک د قربانيو د مالونو د پېر او پلور د پاره منډيانو او د څاروو ميلو ته ووځي.

له بده بخته تر هغې وروسته به د کورونا ناروغي په افغانستان، پاکستان، هند او بنګله ديش کې خپل لومړني پيک يا څوکړۍ ته رسيږي دويم پيک خو پرېږدوئ؛
همدا نن د ډهلي دوو لويو روغتونونو د کورونا په ور روانو ناروغانو د روغتون تمبې تړلي او نوي ناروغان نه اخلي، او همدا نن د هند د کويډ19 د نوو ناروغانو شمېره 11000 شوه او دا هم يواځې هغه ناروغان دي چې د کويډ19 تر ازموينو لاسرسې لري. دې ته ورته حال په پاکستان کې دى او تر دې بد حال د افغانستان دى پاتې شو ايران، عراق، لبنان، سوريه او يمن، په تيره بيا يمن چې د ايران او سعودي د سياسي او پوځي لاسوهنو له برکته په کې کورني جنګ تر کورونا ډېر انسانان وژلي او لږ تر لږه افغانانو ته ېې دشکر دا پلمه په خوله ورکړى ده چې ځه که په ډيرو بدبختيو اخته يوو، يوو به، خو لا د يمن هومره بد بخته شوي نه يوو!
ولې له راتلونکي نه يم خبر چې دې شکر ته به مو بيا هم خوله جوړه شي او کنه؟
خو که بېرته د افغانستان دننه د کويډ19 د ناروغۍ ستونزې ته راوګرځو نو مونږه همدا اوس د کابل د کويډ19 د ناروغانو د پاره درمل څه چې اکسيجن هم نه لرو (او دروغتيايي ډګر ټول کارکوونکي په دې پوهيږي چې اکسيجن تر کورونا اخوا د نورو ډېرو ناروغيو د سمې درملنې د پاره هم په کار دى).

خو که په راروانو ورځو او مياشتو کې دا ناروغي په تيره بيا د لوى اختر د څاروو او نورې سودا د پاره د بازارونو په ګڼه ګوڼه کې لا پسې خپره شي نو څه به کوو؟
له بل لوري د ټولې نړۍ او په تيره بيا د امريکې له حالاتو داسې ښکاري چې اخير به هر هيواد، تر امريکې پورې د برازيل په پل پل ږدي او هر دفتر او هره هټۍ او بازار به پرانيزي کاش که تر افغانستانه پورې ټولې نړۍ د نيوزيلېنډ په شان له وړاندې نه د يوه بشپړ کوربنديز تابيا کړې وې نو کېدى شي چې نن به افغانستان او نړۍ دواړه د کوم داسې لوى راروان ناورين په ژۍ نه وې ولاړ لکه اوس چې پرې ولاړ دي.

(که څه هم په ټوله امريکه کې او په تيره بيا په ټکزېس، فلوريډا او اريزونا کې خو همدا پرون د کويډ د ناروغانو شمېرې بيا تر ريکارډ کچې پورې ټوپ وهلې او د کويډ د دويمې راروانې څپې ويره ېې پارولې ده. چې د همدې دويمې څپې ويرو پرون د نيويارک د ونډو په بازار کې د کمپنيو د ونډو بيې بدې بدې ځپلي هم دي ).
نو اوس چې له يوې خوا په امريکه او پاتې نړۍ کې د کويډ19 ناروغۍ د دويمې څپې ويرې په ډېرېدو دي او له بلې خوا په افغانستان او سيمه کې ېې لا لومړنۍ څپه تر خپلې څوکې نه ده ورغلې او ورسره د قربانۍ لوى اختر هم راروان دى او د امنيت حالت هم داسې دى چې نن څو ګړۍ وړاندې د کابل د څلورمې کارتې د سوري شيرشاه په لوى جومات کې د جمعې د لمانځه په جمعه کې چاودنه شوې او د جومات د امام ارواښاد عزيزالله مفلح او د هغوى د دوو زامنو سره په کې ولسي خلک هم شهيدان شوي دي. نو د اخو مو د امن حال دى چې هيڅ سر او هيڅ د سر سړى را په کې خوندي نه دى او د غربت، بې وسۍ او داداري فساد، جنګ او د کورونا د لاسه مو حال دا دى چې نه د خپلو روغو د پاره ډوډۍ لرو او نه د ناروغانو د پاره اکسيجن! نو اخير کوو به څه؟
لاس تر زنو به په هديرو کې کښينو او د مرګ لارې به څارو که نه د نړۍ د نورو ژوندو ولسونو په پل به پل ږدو او په وړاندې به خوځيږو.

اوس که لږ نور هم د کورونا د راپره وبا د ناورين راپېښې نړيوالې ستونزې ته تم شو او وګورو چې د دې ټولو ستونزو سره سره بيا هم څه کېدلى شي نو بده به نه وي. لومړۍ خبره خو داده چې وګورو که په افغانستان کې د اوسني ”آر ناټ “ په شمېره پوهه شو چې څه ده R0 يا آر صفر له يوه ناروغ نه روغو خلکو ته د ناروغۍ د خپريدلو کچه راښايي يا راته وايي چې يو ناروغ تر ناروغۍ وروسته څومره روغ کسان په همدې ناروغۍ اخته کولى شي. په انګلېنډ کې د R0 وروستنۍ شمېره 0.75 ښودل شوې او د دې شمېرې ارزښت په دې کې دى چې کله دا شمېره له يوه نه ټيټه شي نو په هغه هيواد کې تمه کېدلى شي چې د ناروغۍ لمنه دې راټوله شي او چې داسې وشي نو بيا لګېدلى کوربنديز هم تر کلکې څارنې او monitoring لاندې ورو ورو او په تدريجي ډول راکمېږي خو ماته نه ده مالومه چې د افغانستان سم R0 څومره دى؟
زه باور لرم چې دا به تر يوه لوړ وي او چې څومره خلک بازارونو او د ګڼو ګوڼو نورو ځايونو ته راوځي نو همدومره به R0 لوړيږي او چې څومره R0 لوړيږي نو همدومره به ورسره د کورونا ناروغي خوريږي او د ناروغۍ کچه به د روغتياايزو ادارو، روغتونونو او د روغتيا وزارت د کنټرول له منحني نه د باندې وځي او چې تر څو خبره داسې وي نو تر هغې پورې به کويډ19 ناروغي د دې ناروغۍ په سخته بڼه اخته ناروغان يا هغه ناروغان چې ورسره د زړه، د وينې د لوړ فشار او يا د شکرې په ناروغيو اخته وي په ګڼ شمېر کې دا ناروغي وژني ځينې به د لوېې تبې او محرقې د ناروغانو په نامه خښيږي او ځينې نور به په نورو نومونو!
نو اوس په کار ده چې لومړى خو دې د روغتيا وزارت په افغانستان کې د R0 شمېره مالومه کړي چې اوس څومره ده او که دا شمېره په ملي کچې نه شي مالومېدلى نو دولايتونو او يا ولسواليو په کچه دې مالومه کړي او بيا دې هڅه وشي چې دا شميره د کلکو روغتيا ايزو تدبيرونو سره را ټيټه کړل شي چې په دې تدبيرونو کې تر ټولو لوى تدبير ټولنيز واټن يا د social distance ساتل دي (لږ تر لږه دوه ګزه)! خو ياد ساتئ چې دا واټن د بازارونو او د څاروو د خرڅلاو په هغو منډيانو کې نه شي ټيټېدلى کوم مينډيان او بازارونه چې به د قربانۍ د څارو د پلور او پېر د پاره تر لوى اختره وړاندې جوړيږي.

دا ځکه خو له دولته او حتى د ولايتونو په کچې له ځايي اداري او روغتياايزو چارواکو نه لومړى په خپله سيمه او ولايت کې د سم R0 د مالومولو غوښتنه کوو او بيا ترې د R0 د کچې د پرله پسې راټيټولو غوښتنه!
داسې ټيټيدل د ګڼو په راکمولو کيږي ( لکه د څاروو ميله ځايونه له وړاندې وټاکئ او هڅه وکړئ چې لږ تر لږه خلک ورشي) او بله دا چې خلک د داسې ګڼو ځايونو ته د ورتللو په تاوانونو پوهه کړئ او که صبريږي نه او حتماً ورځي نو پوهه ېې کړئ چې داسې ګڼو ته دې د ماسکونو سره ورشي او بيا دې هم که کيدى شي له ګڼ بازاره زر تر زره د راوتلو هڅه وکړي او که کېدى شي نو چې په ګڼه کې هم ټولنيز واټن دروند وګڼي.

دا ټولې لارښوونې دې عام ولس ته له منبر او جوماته واخلئ تر رسنيو پورې او په تيره بيا تر خواله رسنيو او برېښناايزې يا ماس ميډيا پورې د هرې وسيلې د سمو کارولو د لارې وشي او که چرته له ښه بخته دا هرڅه سم وکارېدل نو د R0 شميره راټيټولى شو چې بيا به ورسره د کورنا د وبا د کابو کولو يو څه هيله هم پېدا شي. خو که داسې مو ونه کړل نور تر لوى اختره وروسته د کورونا ناروغۍ يوې بلې ليونۍ څپې ته د هديرو لمنې لا پراخې پرانيزئ ځکه چې دا له شميره وتي مړي به درته نور هم له شميره وځي.
**
ډاکټر محمداکبر اکبر
ايم بي بي اېس
ايف آر سي اېس
کېنټ برتانيه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.