The news is by your side.

د پنجاب راولپنډۍ ښار ځواکمنې چاودنې ولړزاوه

خبریال وېبپاڼهد پاکستان د پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار په صدر بازار کې درنې چاودنې تلفات واړول .

په دغه چاودنه کې د لمړنیو معلوماتو له مخې (۱۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

پولیس وایي په ټپیانو کې درې ماشومان او یو د مشر عمر تن هم شامل دی. د دوو ټپیانو حالت مرګونی بلل کېږي.

د پېښې ذمه واري سمدستي چا پر غاړه نه ده اخیستې او پولیس هم په چا شک څرګند نګرو په پاکستاني مامورین اکثر د داسې ډول پېښو پړه په سخت دریځه مسلح مذهبي ډلو اچوي.

دا په پنجاب کې له اوږده ځنډ نه وروسته لمړنۍ چاودنه وه چې مرکزي‌ حکومت او ځايي‌اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي .

تر دم ګړیه ددغې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو پولیس وايي چې دا یو ترهه ګر برید وو .

په پېښور کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې چاودېدونکي‌توکې پر یوه موټر سایکل ځای پر ځای شوي‌وو چې د صدر بازار په هاتي‌څلور لارې کې چاودنه وکړه .

سیمه لا هم بولیسو کلابنده کړې ده .   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.