مشهور هندي اداکار سوشات سینګ ځان وژنه کړې ده

خبریال وېب پاڼه/د هندي رسنیو د راپور له مخې د بالیووډ سینما مشهور او ځوان اداکار سوشانت سینګ راجپوټ نن یکشنبې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د بالیووډ سینما د وتلي او ځوان ستوري سوشانت سینګ راجپوټ د مړینې خبر تائید کړی دی او زیاتوي چې نوموړي نن یکشنبه د هندوستان په ممبیي ښار کې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.

تر اوسه د نوموړي د ځان وژنې څرنګوالی په ډاګه شوی نه دی خو دا په تېره څه د پاسه یوه میاشت کې د هندي سینما د دریم مشهور ستوری دی چې مړینه یې د مینوالو زړونه ماتوي.

سوشانت سینګ په ګڼو فلمونو کې کار کړی ؤ او وروستی فلم یې په ۲۰۱۹ ز کال کې د چیچور په نوم خپور شو.

دغه ۳۴ کلن اداکار داسې مهال ځان وژنه کوي چې لا د بالیووډ سینما مینوالو د ریشي کپور او عرفان خان د مړینې غم ژړلو او ژور خپګانونه یې پرې څرګندول.

تر اوسه د نوموړي د ځان وژنې څرګند دلیل معلوم شوی نه دی خو په ممبیي کې د پولیسو لخوا څېړنې پیل شوې دي.

ویکیپیډیا یې په پېژندنه کې وایي چې نوموړی یو فوټبالېست ؤ او په ۲۰۰۸ ز کال کې د هند سینما ته راغی چې په رومانټیکو او ورته فلمونو کې یې کار کار کړی ؤ. له آمرخان سره په PK فلم کې د ښه لوبېدو له امله یې جایزه هم ترلاسه کړې وه.

یو ناپي مین، پي کې، ډوني، رابطه، کدارنات، کای پوجي او رانندګي یې مشهور فلمونه بلل کېږي.

نوموړی په ۲۰۱۶ ز کال کې له خپلې ملګرې آنکیتا لوکانده څخه وروسته له شپږ کلنې اړیکې جلا شو. سوشانت په خپل ورستي فلم کې له شاردا کپور سره کار کړی ؤ چې د رومانس له امه په بلاکبسټر فلمونو کې هم حساب شو.

د سوشانت په مړینو د هنر او سپورټ ډګر ګڼو ستورو خواشیني څرګنده کړې ده او دا یې یو حیروانوونکی خبر بللی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More