The news is by your side.

هغه وزیر چې څوکۍ پسې څوکۍ ورکړل شوه

خبریال وېب پاڼه/مسیر ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې د اشرف غني د ژمن مامور او وزیر هارون چخانسوري په هکله یو راپور خپور کړی دی، چې نوموړي تېرو شپږو کلونو کې په ۱۱ ځانګړو فرمانونو باندې همدا شمېر دندې ترسه کړې دي.

د مسیر ورځپاڼې په حواله هارون چخانسوري د اشرف غني هغه دی مامور چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د نوموړي د ځانګړو فرمانونو له مخې د څو وزارتونو په ګډون په ۱۱ کلیدي څوکیو باندې کار کړی دی.

چخانسوري چې اوس تازه د کانونو او پطرولیم وزارت ته نوماند او سرپرست وزیر وټاکل شو، په لومړیو کې د اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د ارګ د تشریفاتو رییس وتاکل شو. څه موده وروسته یې نوموړی د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند په توګه هم په دنده وګماره.

د ولسمشر له ویاندویۍ وروسته د اشرف غني د یو بل فرمان له مخې د چارو ادارې د مرستیال په توګه وګمارل شو او په هغې پسې یې بله دنده د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په توګه پیل کړه. دغه ځوان مامور له یوې څوکۍ نه هم پر خمکه ناستي ته پرېښودل شوی نه دی او په فرمان پسې فرمان یې ورته صادر کړی دی.

له معینیت وروسته یې په داسې حال کې د بهرنیو چارو وزرات ته د سرپرست په توګه وټاکه چې د صلاح الدین رباني له استعفاء وروسته د نوي سرپرست وزیر ادریس زمان دوې میاشتې لا پوره شوې نه وې او د نوموړي په چارو او ډیپلوماسۍ کې کومه خلا هم نه تر سترګو کېدله.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان په دې وروستیو کې په حکومت نیوکې کوي چې د دوه تابعیته خلکو لپاره د ارګ دروازه خلاصه او نورو هغو افغانانو ته چې د هېواد لپاره یې ډېر څه کړي دي، خو د اشرف غني لخوا ورته هېڅ پاملرنه شوې نه ده.

څه وخت وروسته ښاغلی چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه د یو پلاوي مشر هم وټاکل شو.

نوموړی چې اوس تازه د ولسمشر د دوو ځانګړو فرمانونو له مخې د کانونو او پطرولیم وزارت لپاره د نوماند او سرپرست وزیر په توګه په کار پیل وکړ، تېر شپږ کلونه یې د غني تر مشرۍ لاندې حکومت کې په ۱۱ کلیدي بستونو باندې کار وکړ او د یو ګرځند سیاستوال رول یې ادا کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.