د ولس په نوم د اسلامي امارت د یوه خواخوږي  مسئول پرانستی لیک

خبریال ډاټ‌ کام / دا لیک د طالبانو یوه لوړرتبه کس خبریال ډاټ کام ته رالېږلی دی ؛ د لیک خپراوی زموږ کار دی خو د لیک محتوا په مکمل ډول د لیکوال مسئولیت دی .‌

ډیرو معززو او قدرمنو هیواد والو

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

له څه وخته مې یو څو خبرې په زړه کې دي چې غواړم در سره شریکې یې کړم. په پیل کې یو څه متردد وم خو کله چې مې استشاره او استخاره وکړه نو لیکل یې پر ځان واجب ګڼم او نه لیکل یې موجب د خجالت و خپل وجدان او ضمیر ته ګڼم

د افغانستان د اسلامي امارت په صف کې زموږ د خدمت مقصد فقط او فقط اعلاء کلمة الله وه، بل مو هیڅ شخصی خواهش او غرض نه وو. څنګه چې موږ ته د خپلو مشرانو له خوا ویل کیدل چې زموږ ه صف یو پاک او ازاد صف دی چې په هېڅ خارجي هیواد او استکباری یا استخباري حلقې پسې نه دی تړل شوی. حنګه چې موږ د بیعت په حلقه کې وو نو خپل مشران بلاتشبیه راته ملائکې ښکاریدلی  او د دوي هره خبره راته د صدق او صفا پر وزن پوره معلومیدله. سره له دې چې په صف کې مو د افرادو او جماعاتو په سطحه انحرافونه، غفلتونه، خیانتونه او عمدي تخریبونه لیدل، خو دا هرڅه مو د افرادو د شخصی او فردی خطا محصول او نتیجه ګڼل او هېڅکله مو د هغوي په رابطه تشویش، شک او سوء ظن ته ځای نه ورکول، خو څه موده وړاندې چې د امارت په صف کې د یوه مسئول په حیث د مشرانو له طرفه د تړون په مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته وغوښتل شوم او هغه انحرافونه، بغاوتونه او سازشونه چې ما ولیدل نو مې دا فکر په قطعي ډول بدل شو چې امارت نو ګواکې یو خپلواک صف دی

سره له دې چې په کوئټه کې مو په وروستیو وختونو کې داسې کارونه ولیدل چې زموږ شکوک او شبهات یې را وپارول مګر د مشرانو له اعلامیو او اطمنان وروسته به مو بیا زړه صبر کړ خو کله چې له تتبع او تحقیق وروسته پر دې حقیقت پوه شو چې له ګاونډیو استخباراتو سره په پټه معامله کونکي خائنان او د صف دښمنان او د مجاهدینو د اطمنان لپاره اعلامیه لیکونکي او صادرونکي دواړه په حقیقت کې یوه ډله خلک دي، نو بیا مو حتی په شیخ هبة الله هم اعتقاد او اعتماد ختم شي

د دې امر وضاحت به زه داسې وکړم چې څه موده وړاندې د امیرالمؤمنین د دفتر د مشر او رهبري شورا د غړي امیرخان متقي د ورور مولوي احمدالله په باره کې دا خبر په میډیا خپور شو چې نوموړي د قطر د دفتر رازونه په آي ايس آی خرڅ کړي او بیا له همدې امله له امارته وهم شړل شو او مجاهدینو ته یې د مقاطعې امر هم وشو، مګر څو ورځې وروسته د همدغې پیښې په رابطه د ذبیح الله مجاهد له لورې اعلامیه خپره شوه او د احمد پېښه یې رد کړه. پوښتنه دا ده که احمد ریښتیا هم بې ګناه وو نو د قطر له دفتره مو ولې وشړل؟ له امارته مو ولې اخراج کړ؟ دمجاهدینو له مقاطعې سره مو ولې مخامخ کړ؟ او که ګنهګار وو نو بیا مو د رسمي اعلامیې له لارې برائت ولې ورکړ؟ دا ټول تأدیبي اقدامات مو رد ولې کړل؟ 

دلته سړی ته د خپل صف د مشرانو د نیت په باره کې سوءظن پیدا شي. خو کله چې موږ څو ملګرو د دې پیښې تحقیق وکړ نو راته معلومه شوه چې مجاهد ته د اعلامیې د صدور حکم متقي ورکړی وو. متقي له دې امله چې د فرهنګي کمیسون پخوانی مشر پاتې شوی، د دغه کمیسون بر غړو اوس هم بشپړ حاکمیت لري. دحاکمیت بله وجه یې دا ده چې متقی د خپل مشرتابه په دوره کې ټول خپل خپلوان په دغه کمیسون کې ځای پر ځای کړي دی چې په هر وخت کې د ده له ګټو نه دفاع کوی. د ساري په ډول د زرمت اصلي اوسیدونکی ذبیح الله مجاهد چې له بګرامه را خلاص شو متقي خبله وریره په نکاح ورکړه او د ویاند په رتبه یې وټاکل. د کمیسون د اوسني معاون مولوي احمدالله وثیق زوی مولوی محب الله وثیق ته یې بله وریره په نکاح ورکړه. همدا راز ورور یې احمد د عربی مجلې د مدیر او د توزیع د مسئول په حیث ټاکلی وو

متقی صیب له خپلې چالاکۍ نه په استفادې سره د هبة الله اخندزاده په دفتر کې هم خپل نژدې خپلوان له ځان سره مقرر کړی دي چې یو مثال یې د غزنی د قره باغ د قبرغې اوسیدونکی مولوی عبدالعزیز اخندزاده دی چې د متقي دوو وروڼو ته یې خوندې ناستې دی. اخندزاده د متقي په غیاب کې د چارو د دفتر مشر دی. نوموړی څو کاله وړاندې د غزني به اندړو کې په یوه ناموسي قضیه کې د طالبانو د یوه قومندان عمران له خوا په داسې حالت کې لاس په لاس ونیول شو چې د یوه محلي اوسیدونکي په کور کې یې له ګروپ سره شپه وه. عمران چې کله له نوموړي تحقیق پیل کړ نو د ابو یوسف ادریس د ملګرو له خوا را خلاص کړای شو او کوئټې ته ولیږل شو. عمران له دغې پیښې وروسته ژوندی ژاړندی ورک شو خو عبدالعزیز بنارس اخندزاده په امارت کې د هبة الله اخندزاده صاحب تر بغل لاندې پناه واخیستله او مخ په ترقي روان دی.

لیکوال د طالبانو خواخوږی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More