The news is by your side.

افراطي ټولنه، لوېدلی معارف

خبریال ویب پاڼه/دلته چې د افراطیت یادونه کېږي، د ټولو نظر په جګړه ورځي خو داسې هم نه ده، څومره چې روانه بدمرغي زموږ نسلونه افراطي کوي، د هغې معادل زموږ معارف هم ستونزې لري. له کور او کلي نیولې بیا تر معارف او لوړو زده کړو پورې، دغه ټول بهیر کې د زده کوونکو او زده کړیالانو سره د یو مجرم په شان چلند کېږي.

ښوونکي خو تل به لاسونو کې سوټی او جېبونو کې کېبل ګرځوي. له وهلو او ډبلو سربېره یو څه چې ډېر بوږنووکي دي، هغه په سړو سیمو کې د کلنیو ازموینو پر مهال د واورې پر سر له تنکیو زده کوونکو نه د ازموینو اخیستل دي. دا زیاتی تقریبا دا دوې لسیزې روان دی، خو د معارف په کچه یو کس د دې ستونزې پر وړاندې را پورته نه شو. له اروایي او طبي پلوه که په سړه هوا کې د شاګردانو حالت وڅېړل شي، ډېر جانبي عوارض لري.

په کور، ښوونځي، ټولنه او بیا پوهنتون کې دا ډول ناسم چلند له زده کوونکو نه یو ترور، له ځانه ورک او بې پروا انسان جوړوي. دوی د هر څه پر وړاندې بې تفاوته کېږي او د دې پر ځای چې ارزښتونه وپالي، تل د محرومیت ثمره پسې وي.

موده مخکې پر فېسبوک د یوه دولتي پوهنتون په نوم یوه تړلي ګروپ ته ور وبلل شوم، په دې فکر چې ښایي د زده کړیالانو لنډې او اوږدې مقالې به پکې خپریږي، بلنه مې یې ومنله. ګروپ کې به نو هره شېبه د خپرونې ټنګ کېده، د بوختیاوو له امله مې را خلاصولې نه، ماښام مې وکتل چې د ټوکو ټکالو پرلپسې خپرونې په کې شوې وې. زړه مې هم بد شو، خو ځان مې پرې شپېلی کړ.

د دوی خپرونې څو ورځې همداسې روانې وې، نور نو ترې وتلم خو له ځان سره مې ویل چې له وتلو وړاندې یې لږ ور فکر کړم چې تاسو که دلته د خپلو برخو په هکله څېړنیزه او تحقیقاتي مقالې خپرې کړئ، څومره به ښې وي خو ناخبر له دې چې افغانانو ته مې د پند کولو هڅه کړې وه؟! څو کسانو چې برحاله په هماغه پوهنتون کې زده کړیالان/ې هم وو/ې، سخت یې ورټلم او نه یوازې دا چې زما له خپرونې مثبته انګېرنه ونه شوه، د خجالتۍ احساس یې هم راکړ.

په لویه زموږ ځوان قشر د دې لپاره لوړې زده کړې نه کوي چې د سبا یو لوی مخترع، د وطن ستر چوپړیال، تاجر او ملیونر شي، دوی یوازې غواړي یا په یوه واړه دولتي بست باندې کار وکړي او یا هم د والدینو هغه هیلو ته چې له فراغت وروسته به ورته واده کوي، ورسیږي او بس!؟

دا حالت په ویلو ډېر آسانه خو خورا بوږنوونکی دی چې زموږ شته نسل یې له بې شمېره ننګونو سره مخ کړی. په دې برخه کې د کورنۍ له مشرانو را نیولې بیا تر لومړۍ درجه واکدارانو پورې پړه دي ځکه زده کوونکو ته د خورا بې کیفیته زده کړه ییز نصاب په اصلاح کولو کې پاتې راغلي دي.

د ښوونځي له اول نه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي د انګېزې، موخې او ځانګړي کېدو لپاره نه روزل کېږي. دوی ټول د یوه بار او مزدورۍ له مخې روزل کېږي. په ښوونځي کې به ښوونکې را ته ویل؛ زما معاش ۷ زره افغانۍ دی، په اونۍ کې په منځني ډول ۱۸ ګړۍ درس درکوم، چې د میاشتې حساب یې ۷۲ ساعته کېږي، نو دا ۷ زره افغانۍ چې په میاشت ووېشې، ۲۳۳ افغانۍ کېږي او هر ساعت ته کابو ۹۷ افغانۍ رسیږي، نو زه ولې تاسو ته د ۹۷ افغانیو لپاره خپل مغز خاورې کړم؟!

دا ستونزه که عمومي نه وه، خو احساس یې بیخي عمومي ؤ. ځینو به اظهاروله او ځینو نورو به یې پر زده کوونکو د رواني فشار، ډبولو، له درس څخه ځان غړولو او داسې نورو بهانو باندې جبرانوله. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم د ښوونکو د معاشونو د زیادښت خبرې کېدلې. کله چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ګدۍ وال شو، ده هم د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونکو د حق الزحمو د زیاتولو لپاره ټټر وواهه، خو نه یې معاش ور زیات کړ او نه یې معارف ته ځانګړې توجه وکړه.

وړاندیزونه:

دا چې په واقعي توګه د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب باندې حساب وشي، پکار ده چې په ډېری برخو یې له سره غور وشي. په درسي نصاب کې زده کوونکو او ښوونکو ته باید ډېر څه زیات شي او ډېر نور ورڅخه کم او لرې شي. د بېلګې په توګه؛ زده کوونکي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کوي خو د دوی د کانکور د ازموینې انتخابونه د دوی کورنۍ او والدین ورته کوي. په دې مانا چې د زده کوونکو لپاره په دې دولسو کلونو کې دا انګېزه نه ده ورکړل شوې چې دوی پخپله د خپلې راتلونکې ټاکونکي دي.

دوی ته د هدف ورکولو او پر ځان د باور لرلو انګېزه له سره ورکړل شوې نه ده. زموږ یوه لویه برخه ځوانان او پېغلې یوازې په دې انګېزه خپلې زده کړې بشپړوي چې له زده کړو وروسته په منځني لېول دنده ولري او د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پره کړای شي. زده کوونکي باید د ښوونځي پر مهال دومره پر انرژي وروزل شي چې دوی په خپل ځان کې د هر کار د ترسره کولو وړتیا احساس کړي. یعنې د دوی په اروایي ځواک باندې ډېر کار وشي، چې له ښوونځي څخه د فراغت او د ځوانۍ دورې ته د ننوتلو پر مهال ټولنې او ځانته د چوپړ کولو جوګه شي او هېڅ ستونزه دوی دومره ناهیلي نه کړي چې د کمترۍ احساس وکړي.

له بده مرغه موږ د یوې وروسته پاتې ټولنې وګړي یو، خو د هېواد په لومړۍ او دویمه کچه ټولنوال او د چارو ګدۍ وال باید د دریمې کچې هېوادوالو چې اکثر یې د افراطیت او بدمرغیو مادي او معنوي قربانیان دي، د انګېزه یي ژغورنې لپاره خپل وجداني رسالت ادا کړي او په دولتي، ټولنیز او خصوصي سکټور کې خپلې چارې د مزدورۍ په فکر نه بلکې وطن ته د یو ریښتیني احساس له مخې ترسره کړي.

زموږ په ادارو کې کار د پرمختګ په موخه نه بلکې به دې نیت کېږي چې له دندې ګوښه نه شم. که د دې انګېزې مخنیوی و نه شي، د وخت په تېرېدو به د ټنبلو ټولنو په کتار کې هم مخکښ شو.

په پای کې د یو څه یادول اړین بولم چې معارف او د لوړو زده کړو وزراتونه باید د سیاست له لومو را ووځي، د کار او روزګار خلک ورته وټاکل شي، چې د خپلو سیاسي موخو پر ځای د هېواد د شته او راتلونکي نسل بقا ور سازه کړي. نه چې د بدمرغیو او کم کارۍ دریځ لا پسې وغځوي. شاعر څه ښه وایي:

رزې زرې شي چې رڼا ته رسي، لمر ته رسي

ستوري له سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي

د  همداسې ورځې په هیله چې زموږ معارف هم یو روښانه سبا ته ورسېږي او له تشکیلاتو سربېره د نصاب په برخه کې هم هېڅ کومه لویه ستونزه و نه لري.

لیکوال: مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.