The news is by your side.

ټول عمر(۱۸) ساعته بې تنخوا کارېګر! میرویس افغان

ښايي زما ددې لیکنې لوستونکي‌ ارو مرو په یوه نه یوه کار بوخت وي‌، څوک به دفترونو ته ځي او څوک به پلورنځیو کې کار کوي ، ځوک به خپل کاراوبار لري او ځیني نور به بیا دنورو دکارونو دښه والي لپاره هڅي کوي .

ځیني به ښوونځیو ته ځي او ځیني نور به دژوند په یوه نه یوه چاره بوخت وي‌.

 هر څوک دخپل دغه کار سره سره یوه نه یوه ورځ په اونۍ کې رخصتي کوي ،او که څوک په اونۍ کې رخصتي هم ونه لري دا خو حقیقت دی چې له (۱۰) یا (۱۲) یا هم (۱۵) ساعته کار نه وروسته ارام کوي‌او شپږ یا اته ساعته به خوب کوي .

کاروباریان به له خپله دغه کاره ګټه اخلي ، دولت به ګټي او ژوند به په اساني تېروي . کاریګر به تنخوا به لاس راوړي ،زدکوونکي به دمستقبل غم اخیستي وي او مزدورکاران به داولاد نفقه ګټي ، لنډه دا چې هر څوک به دخپل کار په بدل کې امتیاز اخلي‌.

زه نن دیوه داسي‌ افغان کاریګر په تړاو لیکم چې په اونۍ او میاشت څه چې په کال کې یوه ورځ‌ رخصت نه لري ، (۱۸) ساعته هره ورځ کار کوي او دخوب یا ارام د (۶) ساعتونو پر مهال هم (آنکال) ON CALL وي . «آن کال ټکی انګریزان دمنتظر کارکونکي‌ لپاره کاروي »

په دغو شپږ ساعته آرام کې دضرورت پر وخت راولاړېږي او خپله دنده اجراکوي او بېرته بیدېږي .

دا کارېګر تر هرچا اول راوېښېږي او تر هر چا وروسته وېده کېږي . دا کارېګر هره ورځ په یوه نه یوه بڼه دیوه نه یوه کس له غصې او ناوړه چلند سره مخامخ کېږي‌.

دا کارېګر دنا ارامه اعصابو له کبله دورځي دکار پر مهال په یوه نه یوه بڼه خوږېږي ، یا سوخي یا يي ګوتي په چاړه خوږېږي .

دا کارېګر خپله دنده له ۱۴ کلنۍ پیل کړې ده او تر شپیته او آن تر اویا کلنۍ او کله کله یې تر مرګه کوي .

دا افغان کارېګر نه له چا کوم امتیاز غواړي‌او نه هم له چا دمیني‌او شفقت تمه لري ، پر دغه افغان کارېګر دهیچا زړه نه سوځي‌او تر ډېره دیوه نوکر ، اشپز، کالي مینځونکي ، دماشومانو مرداري پاکوونکي ، دکور او کاله دجاروکوونکي ، دغواوو او پسونو دغوجلي دپاکوونکي او دورځي‌له مخي دیوه څوکیدار او دکور دساتونکي‌ کار اخیستل کېږي .

ټول پوهېږو چې ددغه افغان کارېګر له مرستي‌او شتون پرته ژوند نیمګړی او آن تر دې چې ناشونی دی ،خو بیا هم دغه ستر انسان ته په درنه سترګه نه ګورو ،هو موږ هغه وخت ددغه قدرمن او ستر انسان په ارزښت وپوهېږو چې کله رانه رخصت شي‌او دهمېشه لپاره رانه لاړ شي .

دا کارېګر بل څوک نه دی دا مور ده ، دهغه خوږه مور ده چې دیوچا لور ، دیوچا خور، دیوچا مېرمن او دیوچا مور ده .

دا بې تنخوا کارېګر افغانه ښځه ده چې ټول ژوند دڅلورو دیوالونو ترمینځ یوازي‌او یوازي‌ دخپل پلار او ورور دحیا عزت دساتلو ، دخپل خاوند داطاعت او دخپل اولاد او کورنۍ په خدمت کې تېروي .

که وګورو دغه (۱۸) ساعته کارکوونکې مېرمن چې تر ټولو په لوړه درجه کې مور ده دشپې دماشوم دشیدو خوړو ته په بیا بیا راپاڅي .

که یې بل ماشوم ناروغه او یا یې دخاوند پر خیټه درد وي‌نو دشپې څوکیداري هم ددې په برخه ده .

په کار دي ددې ستر انسان ارزښت وشي‌او هر څومره چې کیدای شي‌په کار کې مرسته ورسره وشي او دلور ، خور ، مېرمني او مور په صورت کې دزړه له تله احترام ورته وشي .

او که څوک دا موقع له لاسه ورکړي ،نو بیا به دعمر تر وروستۍ سلګۍ لاسونه مروړي او په لاس به هیڅ نه ورځي .

لیکوال میرویس افغان

اتم مارچ د ښځي دنړۍ والي ورځي په ویاړ

یادونه :‌دا لیکنه په لمړي‌ځل په ۲۰۱۵ کال کې د ښځو د نړۍ والې ورځې په مناسبت په خبریال کې خپره شوې وه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.