کابل نن ددرنومېلمنو کوربه دی
خبریال ډاټ کام/ د نړۍ د ځینو هیوادونو له استازو سره سره نن کابل ته د محکومې پښتونخوا سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم راروان دي. په دغو مشرانو کې محسن داوړ ، علي وزیر ، وړانګه لوڼۍ ،عبدالله ننګیال او ځیني نور شامل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ ویلي وو چې که یې پاکستاني ریاست مخه ډب نه کړه نو د ولسمشر غني د لوړي ا مراسمو کې به ارو مرو ګډون کوي.
که څه هم تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې پآکستانی ریاست به د ښاغلي محسن داوړ او عليوزیر مخه ډب کړياو که څنګه ،خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل فعال مشر عبدالله ننګیال د خپل راتګ پخلی کړی .
د ولسمشر غني د لوړې مراسم په ارګ ماڼۍ کې سبا دوشنبه ( مارچ ۹ ) تر سره کیږي او په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د نړۍ بیلا بیلو سیاستوالو ولسمشرانو او مخورو ته بلن لیکونه استول شوي دي. د مراسمو په ورځ دوشنبه یوازې په کابل کې عمومي رخصتي ده.
ټاکل شوې وه دامراسم دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوي وای،خودامریکا او طالبانو ترمنځ دهوکړې دلاسلیک لپاره وځنډول شول.
فغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانانو خپل منځي خبرو ته یې د پلاوي ګمارلو چارې بشپړیږي. په همدې حال کې ولسمشر غني د ملي شورا د ۱۷ دورې دویم تقنیني کال هم پرانیست.
وویل چې د پلاوي په ګمارلو کې د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې ټول معیارونه په پام کې نېول کیږي. نوموړيزیاته کړه :
«مذاکره کوونکی پلاوی موثریت، مشارکت، صلاحیت او واضح معیارونو ته په کتو د کب تر شلمې نېټې چمتو کېږي او دوی باید د اساسي قانون او جمهوریت مدافعین وي.»
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ، بین الافغاني خبرې باید د مارچ پر لسمه نیټه، چې د کب یا حوت شلمه کیږي، پيل شي. خو داسي ښکاريچې دا خبري ښايي وځنډول شي .
ولسمشر غني وویل، د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره د حکومتي پلاوي ۷ غړي به له ملي شورا څخه وګمارل شي، چې له دې ډلې به ۵ د ولسي جرګې او ۲ د مشرانو جرګې غړي وي. افغان ولسمشر یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان باید بین الافغاني خبرو لپاره د ۵ زره زندانیانو خوشې کول د شرط په توګه مطرح نه کړي.
اټکل دادی چې حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره د ولسمشر د لوړي مراسم پر ځای کړي او له هغه وروسته د سوليپر خبرو جديبحث وشي.
دغو مراسمو ته د میلمنو راتګ دوام لري او په کابل کې د خبریال ویب پاڼې همکاران وايي چې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي او د ښار پر واټونو په ځانګړي ډول هوايي ډګر ته پر تلونکو لارو له معمول نه زیات امنیتي ساتونکيلیدل کېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.