هند له ښه پیل وروسته، بد پای درلود

خبریال ډاټ کام/د هند ښځینه ملي لوبډلې د روان شل اوریز نړیوال جام په درشل کې له پرلپسې څلورو بریاوو وروسته پرته تر نیمه پایلوبې او بیا تر پایلوبې ورسېده، خو د کوربه آسټرالیایۍ لوبډلې پر وړاندې یې خپله د بریا لړۍ ودرېده.

د آسټرالیا په کوربتوب د ښځینه و د روان شل اوریز پایلوبه د ملبورن ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه یا ټاس آسټرالیایۍ لوبډلې وګاټه او خپله یې د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه. د آسټرالیا دوو پیل غړو توپ وهونکو ( ویکټ ساتونکې الیسا هیلي او بېث موني) خپلې لوبډلې ته خوندور پیل ورکړ او په ۱۱ اورونو کې یې د ۱۱۵ منډو ملګرتیا وکړه.

همدې چټک او ښه پیل د آسټرالیاوي ښځینه لوبغاړو مورال لا پسې قوي کړ او سیالې هندۍ لوبډلې ته یې د څلورو ویکټو په زیان سره د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه، چې موني او الیسا دواړو په ترتیب سره ۷۸ او ۷۵ منډې جوړې کړې. هندۍ لوبډله له پیل نه تر پایه له فشار لاندې وه او ویې نشوای کړی چې آسټرالیایۍ لوبډله را قابو کړي.

پاتې دې نه وي چې الیسا هیلي یوه تجربه کاره لوبغاړې ده. نوموړې په ۱۱۱ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۹۸۵ منډې کړې او په یوه لوبه کې ۱۴۸ ناسوځېدلې منډې هم په خپل کریر کې لري. له همدې یوازینۍ سلیزې سربېره یې ۱۱ نیمه سلیزې هم وهلې دي. ورسره ملګرې بېث موني هم د توپ وهنې جادوګره ده. نوموړې په یوازې ۵۱ لوبو کې د ۴۸ پاڼیو په لوبولو او د ۳۶،۱۵ اوسط په درلودلو سره ۱۳۷۴ منډې لري. موني په خپل لوبیز کریر کې دوې سلیزې او ۸ پنځوسیزې لري.

بلخوا د هند ښځینه لوبډله کې هم تکړه توپ وهونکې او توپ اچوونکې شته چې له ډلې یې د شفلي ورما، آلرونډرې هرمنپریت کوار بولر او او تکړه توپ اچوونکې ديپتي شرما یادونه کولی شو. دوی سره له دې چې غوره ټیم ورک او ښه ډګرساتنه کوي، د لوبې ښه مدیریت کې هم وخت ناوخت له لوبډلمشرې سره سلا مشورې کوي، خو د آسټرالیا پر وړاندې یې د یوې بال او بېټ هم سم کار ورنکړ او په ۹۹ منډو کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله او په دې سره یې آسټرالیا ته په ۸۵ منډو توپیر ماته ومنله.

د آسټرالیا دوو غښتلو توپ اچوونکو ( مېګان سکوټ او جیس جونسن) د هند لوبډله تېزې لوبې کولو ته پرې نه ښوده او هرې یوې یې په ترتیب سره ۴ او ۳ ویکټې واخیستې. مولینیکس، کېمېنس او ګېري بیا یوه یوه ویکټه واخیستله او په دې سره یې آسټرالیا ښځینه ټیم د ۲۰۲۰ ز کال د شل اوریز نړیوال جام ګټونکې کړه. دا د آسټرلیایۍ ښځینه لوبډلې لخوا پینځم ځل نړیواله اتلولي ده چې ترلاسه کوي یې. له دې وړاندې یې په ترتیب سره په (۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸) میلادي کلونو کې هم شل اوریز جامونه خپل کي ؤ.

هېره ده نه وي چې الیسا د همدې پالیلوبې غوره لوبغاړې او موني بیا د تورنمېنټ غوره لوبغاړې ونومول شوه.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy