The news is by your side.

جګړه هرکال له ۲۰ زره افغانانو ژوند اخلي

خبریال وېب پاڼه / په افغانستان کې جګړه له څلور لسیزو ور واوخته او نور افغان ولسونه یې هم ستړي کړي دي.

د شهداوو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت چارواکي وایي په ټول هیواد کې جګړه هر کال تر ۱۲ زره کسان معلولوي او تر شل زره کسان وژني.

د شهداوو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي زیاته کړه، له دوی سره دمګړی په ټول هېواد کې یو میلیون معلولین ثبت او راجستر دي.

د ده په خبره په ټول هېواد کې نږدې ۳۵۰ زره کسان وژل شوي دي، چې دوی یې کورنیو ته میاشتنۍ تنخوا ورکوي.

هغه همدا راز وایي په ټول افغانستان کې هر کال د جګړې له امله ۲۰ زره افغانان وژل کېږي او همدا راز تر ۱۲ زره پورې نور معلولېږي.

د آریوبي په خبره  جګړه د دغه ناورین ستر لامل دی او پر ښکېلو لورو یې غږ وکړ، چې د خپلو خلکو د خوندیتوب او جګړو د پای ته رسولو لپاره سولې ته سره کېني او دغه خونړۍ څپې ختمې کړي.

په ورته مهال یو شمیر معلولین بیا پر حکومت له دې امله نیوکې لري، چې پر وخت د دوی حقوق نه ورکول کیږي.

معلولین او د وژل شویو کسانو کورنۍ شکایت کوي، چې له شاوخوا ۲ کلونو راهیسې دوی ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او نه یې هم دولت غږ اوري.

ننګرهارکې خبریال ډاټ کام له داسې معلولینو او شهیدانو له کورنیو سره غږیدلی چې له تیرو دوو کلونو راهیسې ورته حقوق نه دي ورکړل شوي.

چارواکي بیا وایي، دوی اقدامات کړي او آن تر مرکزي ادارې یې د دوی غږ رسولی خو د دوی په خبره هیله من دي چې دا ستونزه ژر حل شي.

د شهداوو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت چارواکي دغه راز بیا وایي، چې د معلولینو او  شهیدانو د کورنیو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي ځکه جګړه په شدت روانه ده.

نوموړی له ښکیلو خواوو غوښتنه کوي چې په جګړه کې دې عام افغانان نه وژني  او د دوی ژوند ته دې پاملرنه ډیره کړي.

بل لورته ولسي خلک هم په دې برخه کې اندیښمن دي او وایي د جګړې له امله هیڅ داسې کورنۍ نشته چې معلول او یا هم یو کس یې نه وي وژل شوی.

عام خلک هم پر حکومت په دې برخه کې نیوکه لري چې د دوی په خبره ډیر کله په شپنیو چاپو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دوی په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي چې جګړه دې بنده او سولې لاره غوره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.