مشهور پښتون سندرغاړی رحیم شاه هم د کرونا اسیر شو

خبریال وېب پاڼه/په کوزه پښتونخوا کې مېشت او د پښتو ژبې نوم وتی سندرغاړی رحیم شاه هم د کرونا ټېسټ مثبت را وتلی دی او اوس تر درملنې لاندې دی.

د پښتو او اردو ژبې مشهور سندرغاړى رحيم شاه هم په کورونا ويروس ناروغۍ اخته شوى دى، رحيم شاه په خپل وروستي ټویټ کې ويلي دي چې د هغه د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى او نوموړي پر خپلو مینه والو غږ کړی دی چې دا ناروغي ټوکې مه ګڼئ او د خپلې روغتیا خیال وساتئ.

رحيم شاه چې د پښتو او اردو ډېرې مشهورې سندرې يې ويلي دي، په خپل ټويټر کې په يو پېغام کې د خپل مثبت ټېسټ په اړه خلکو ته معلومات ورکړي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کرونا وبا په پاکستان او لوی افغانستان کې هم په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه یې سلګونه کسان وژلي دي چې لویه برخه یې د زیات عمر لرونکي کسان جوړوي.

هغه په خپل دغه ټويټ کې خلکو ته ليکلي دي، چې کورونا ويروس ټوکې نه دي، په خپلو کورونو کې پاتې شئ او له ځان سربېره د خپلې کورنۍ سره احتياط وکړئ، تر څو له دغې نړیوالې وبا حخه په امان پاتې شئ.

څو ورځې وړاندې د برې پښتونخوا یو محلي سندرغاړی میرویس شوقي هم په ظاهره د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ خو په دې وروستیو کې د کرونا وبا تر هر کوره رسېدلې ده او دا چې روغتیایي توکي او د تشخیص وسایل کم دي، ډېری ناروغان پرته له دې چې په خپله ناروغۍ وپوهېږي، مري.

رحيم شاه له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده چې د روغتيا لپاره دې ورته دعاوې وکړي.

په پاکستان کې د ګرځبندېز له ختمېدلو وروسته د کورونا ويروس ناروغي خپرېدل نور هم چټک شوي دي، چې نه يوازې عام خلک يې نيولي دي، بلکې شاوخوا سل سياستوال او د پارلمان غړي هم په کرونا وبا اخته شوي دي، همدا راز يو شمېر هنرمندان او د کرکټ نوموتى پخوانى لوبغاړى شاهد اپريدى هم په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوى دى.

په کوزه پښتونخوا کې دغې وبا د منظور پښتین په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشران هم نیولي دي، چې د مشر پښتین په ګډون ځینې یې بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More