The news is by your side.

سږ کال هلمند کې ۴۴۳ زره ټنه غنم تولید شوي

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي سږکال ۴۴۳ زره ټنه غنم تولید شوي.

هلمند کې د غنمو حاصلاتو د ډېرېدو تر څنګ یې نرخونه هم لوړ شوي چي خلک یې علت د افغانستان هدد نورو ولایتونو په ګډون پاکستان هېواد ته د صادراتو یادونه کوي.

بل لوري ته د هلمند والي ویاند ویلي چي نورو سیمو ته د هلمندي غنمو د لېږد مخنیوي لپاره د ولایتي ادارې له لوري ځانګړې کمېټه ټاکل شوې.

دا چې سږکال د نورو کلونو په پرتله ابي وو نو هلمند کي غنمو هم ښه حاصلات ورکړي دي چي د هلمند د کرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري اټکل شوي چي ۴۴۳ زره ټنه غنمو حاصلات يې په لاس راوړي خو سږکال هلمند کي غنمو د سرخک په نوم یوه ناروغي هم پیدا کړې وه چي بزګران یې په مخنیوي کي پاتي راغلي وو.

د هلمند ولایت د کرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ ریس زلمي الکو وايي چي سږ کال د نورو کلنو په پرتله ابي او د غنمو په حاصلاتو کي یې د پام وړ پر مخ تګ راغلی چي ۴۴۳ زره ټنه غنم دلته تولید شوي دي.

الکو زیاتوي چي بزګرانو ته یې د عامه پوهاوي په برخه کي ډېر نور پروګرامونه هم جوړکړي وهو، زلمي الکو د غله جاتو د ټولنې د جوړېدو یادونه وکړه چي د بزګرانو څخه به غنم رانیسي او بیا به یې اوړه کوي، ده وویل چي هره ورځ د ۲۵۰څخه تر ۲۰۰ ټنو پوري اوړه د افغانستان نورو ولایتونو ته لیږدول کیږي.

ده د غنمو په اوړو کې د اړولو ملي طرحې د جوړېدو یادونه هم وکړه چي بزګران به په کې سرمایه کذاري کوي.

الکو پر ولایتي ادارې غږ وکړ چې بهرنیو هېوادونه ته دې د غنمو په لېږد بندیز ولګوي.

معمولاً د رشو او حاصلاتو پر مهال د غنمو نرخونه را ټيټیږي خو سږ کال ددې برعکس عمل وشو هغه دا چې د غنمو نرخونه لا نور لوړ شوو چې د هلمندیانو د لاریون لامل هم شول دوی لاریون کې د دې یادونه وکړه چي غنم د هېواد په شمول د پاکستان هېواد ته هم په بېلابېلو لارو لېږل کيږي چې بیا له هغه لوري د اوړو کولو وروسته بېرته په دوه برابره لوړ نرخ پر افغانانو پلورل کیږي.

چي د دې په اورېدو ولایتي ادارې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه چې د غنمو پر کنټرول کار وکړي خو بیا هم خلک پر ولایتي ادارې نیوکي کوي چي ولایتي اداره په دې برخه کې پاتې راغلې.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي چې د نورو ولایتونو په ګډون پاکستان هېواد ته هم د غنمو پر لېږد بندیز لګولی او همدا راز یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې د غنمو قاچاقي لېږد مخه ونیسې.

هلمند کې داسې مهال پر ولایتي ادارې د خلکو له لوري نیوکي کیږي چې څو ورځې وړاندې ولایتي اداې یوه کمېټه ټاکلې وه او هغوې ته يې بې له اوړو د غنمو په لېږد د ټینګ بندیز غوښته کړې وه چي لا یې اوس هم په سم ډول مخنیوی نه دی شوی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.