The news is by your side.

پاکستان کې تازه ۱۳۶ تنه کرونا ویروس مړه کړي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان د کنټرول اؤ عملیاتوملي مرکز د دې هیواد  بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس وباء په چټکتیا د خپریدو خبر ورکړی دی.

دا مرکز وایي یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا یا کوویډـ۱۹ په پاکستان کې ۱۳۶ تنه مړه کړي دي، چې په دې سره په ټول پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمیر تر ۲۹۷۵ تنو ته لوړ شو.

یاد مرکز وایي په ټول پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  ۵۸۳۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي او دا د ا ندیښنې وړ خبره ده.

دغه مرکز وایي دا مهال‌ په هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیره ۱ لک ۵۴ زره ۷۶۰ ته رسیدلی او تر ۵۸ زره ۴۲۷ ناروغان بېرته له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د کرونا ویروس د پاکستان په پنجاب صوبه کې تر ټولو ډیر اغیز کړی دی.

د پاکستان د کنټرول اؤ عملیاتوملي مرکزد معلوماتو له مخې په پنجاب صوبه کې له دوی سره ۵۸ زره ۲۳۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او په سند ایالت کې بیا  ۵۷زره ۸۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

یاده اداره زیاتوي چې په خیبر پښتونخوا کې بیا د کرونا ناروغۍ ۱۹زره او ۱۰۷ تنه، بلوچستان کې ۸ زره او ۴۳۷، اسلام اباد کې نهه زره ۲۴۲، ګلګت بلتستان کې ۱۱۶۴او د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۷۰۳ پېښې ثبت شوي دي.

پاکستان کې د صحت محکمې چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې خیبر پښتونخوا کې هم ۶۳۵ تنه په کرونا اخته شوي چې دې سره د اغیزمنو شمیره ۱۹۱۰۷ ته لوړه شوه.

اوس هم په پاکستان کې د کرونا ویروس د زیاتې خپریدنې اندیښتنې شته دي.

د ریلیف مرستیال لطیف الرحمن رسنیو ته ویلي، چې هغه سیمې چې پيښې په کې زیاتې دي دوی پرې سخت بندیزونه لګولي او مسلسه څارنه یې هم کوي.

دی وایي په  دې سیمو کې هڅوک د باندې نه شي وتلای پرته له دې چې اړینې اړتیاوې موجودې وي.

نوموړی زیاتوي هغه سیمې چې اغیزمنې دي تر ۱۴ ورځو به تړلې وي او هیڅوک به ګرځیدو او هټۍ خلاصیدو ته پرېنږدي.

په پآکستان کې د ۲۰ سترو ښارونو د تړل کیدو پریکړه شوې ده چې هلته د کرونا ویروس خپریدل په ډیر شدت روان دي.

پېښور، مردان ، سوات ، ملاکنډ ، کوټه ، لاهور، کراچۍ ، پینډۍ ، اسلام اباد ، فیصل اباد ، کجرانواله ، حیدراباد ، سکهر ، سیالکوټ ، ګجرات ، ګهوټکي ، لاړکانه او ځېنې نور شامل دي.

دپاکستان حکومت اندېښنه ښکاره کړې ده چې که عام خلک له کرونا ویروس نه د ځان ژغورنې لپاره په روغتیایي سپارښتنو عمل ونه کړي د روغتیاپالو په خبره ښایي په کرونا د اغیزمنو کسانو شمیر په راتلونکو ۹ میاشتو کې له ۱۰ تر ۱۲ لکو لوړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance