The news is by your side.

اترا د مصنوعي تنفس لومړنی معیاري ماشین جوړ کړ

خبریال وېب پاڼه/د مخابراتو او ټکنالوژۍ د تنظیم ادارې یا اترا په لومړي ځل د هېواد په کچه د مصنوعي تنفس ماشین یا وینټیلاټور جوړ کړی دی.

د اترا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د هېواد په کچه لومړنی د مصنوعي تنفس ماشین یا وینټیلاټور جوړ کړی دی او زیاتوي چې دا د دغې ادارې د نوښتونو لومړنۍ بریالۍ هڅه ده.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ د تنظیم اداره یا اترا وروسته له هغه په لومړي ځل د کورونا ناروغانو ته د مصنوعي تنفس ماشین یا وینټیلاټور د جوړېدو خبر ورکوي چې اوس مهال د هېواد په کچه د کویډاـ۱۹ ناروغان تر ۲۷ زره او ۵۰۰ څخه زیات دي. په دې کې څه د پاسه ۵۴۶ کسانو د دغې ناروغۍ له امله سخپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د مصنوعي تنفس دغه جوړ شوی وینټیلاټور، د اترا ادارې د ساینسي ابتکاراتو په نوي رامنځته شوي لابراتوار کې جوړ شوی او نن پنجشنبه د جوزا په ۲۸مه یې د لیدو لپاره د اترا ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست رئیس عمر منصور انصاري، مالي او اداري مرستیال بلال هاشمي او د ادارې نور غړي ورغلي وو.

تر دې وړاندې په هرات کې د روبات جوړونکو نجونو لخوا هم ورته هڅه شوې وه خو د امکاناتو د نشتون له امله یې کار د ماشین جوړولو چارې په سطحي ډول مخته وړې وې چې دومره بریالۍ نه وې.

هغه مهال د روبات جوړوونکو نجونو لخوا ویل شوي وو چې که دولت یا نړیوال مرستندویه بنسټونه ورته امکانات ورکړي، دوی د دې وړتیا لري چې د کویډاـ۱۹ ناروغانو لپاره معیاري ماشین هم جوړ کړي.

د اترا سرپرست مشر عمر منصور انصاري وویل، دا یې د ساینسي نوښتونو د لابراتوار لومړنۍ بریالۍ هڅه ده خو د نوښتونو دغه تحقیقاتي اداره به راتلونکي کې نورې ساینسي اختراعاګانې هم وکړي او د افغانستان د ساینسي نوښتونو ملاتړ به هم کوي.

دا ماشین د کوویډ ۱۹ ناروغانو ته د درملنې لومړنی موډل و چې د اترا په لابراتوار کې د (MIT) له نړیوالو معیارونو سره سم تولید شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.