The news is by your side.

د ١٣٩٩ کال د بودیجې د تعدیل کړنلارې ردېدل

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې غړيو د بودیجې تعدیل کړنلاره رد کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د بودجې ردېدل د بودجې پر لګښت او پروژو پر پلي کېدو منفي اغیز لري.

د ولسي جرګې استازي وايي د کرونا سره د مبارزې ځانکړې شوې بودجې په لګښټ کې د بودجې کسر روڼتیا شتون نه لري.

د ولسي جرګې ځینې غړي په دې کړنلاره کې د کرونا سره د مبارزې له پاره ځانکړې شوي روغتون بودجې لګښت کې روڼتیا نشتون او د بودجې کسر عنوانوي.

د مالیې وزارت خبرداری ورکوي چې د ولسي جرګې له لوري د بودجې ردېدل د بودجې پر لګښت او پروژو پر پلي کېدو منفي اغېز کوي.

د ولسي جرګې له لوري د بودجې د تعدیل طرحې رد هغه اقدام یادیږي، چې احتمالاً د پراختیایي پروژو پر پلي کېدو به منفي اغیز وکړي.

ولسي جرګې له زیاتو بحثونو وروسته، په پایله کې د حکومت وړاندیز شوې طرحه د رایو په اکثریت سره رد کړه.

یو شمېر استازي نیوکه لري چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د بودجې لګولو کې شفافیت شتون نه لري او د ترسره شویو مرستو ستره برخه یې حیف او میل شوې ده.

خو د مالیې وزارت د ولسي جرګې د دغې پرېکړې نه د احتمالي پایلو د را ولاړېدو له امله خبرداری ورکوي.

د روان میلادي کال بودجې تعدیل لپاره د مالیې وزارت وړاندیز شوې طرحه کې، شپږ میلیارد افغانۍ د عملیاتي واحد او ارګ حمایتي لپاره په کابل کې د شغل رامنځته کېدو او د کوچنیو بندونو جوړېدو لپاره او دغه راز اته میلیارده افغانۍ د کرنې وزارت خپرونو لپاره ځانګړې شوې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.