The news is by your side.

سوداګر: حکومت دې د پاکستان په وارداتو بنديز ولګوي

خبریال وېب پاڼه/ له تېرو دريو مياشتو راهيسې د پاکستان حکومت د کرونا وبا له ویرې له افغانستان څخه پاکستان ته په صادراتو بندیز لګولی چې له امله يې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی.

افغان سوداګر وايي، که پاکستان حکومت يې صادراتو ته اجازه نه ورکوي افغانستان ته دې د پاکستان په وارداتي توکو هم بنديز ولګول شي.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو لوی رئيس وايې د پاکستان حکومت سره يې د ستونزو په حل خبرې کړي او نږدې وختونو کې به دغه ستونزه حل شی.

پاکستان د افغانستان په صادراتو د بنديز له کبله افغان سوداګر له ميلونونه ډالرو تاوان سره مخ کړي.

افغان سوداګر وايې له تېرو دريو مياشتو راهيسي پاکستاني حکومت هغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتو بنديز لګولی چې دې غاړه سوداګر يې له سختو مالي زيانونو سره مخ کړي.

د کرنې رياست چارواکي هم وایې پاکستان ته د کرنیزو حاصلاتو په صادراتو بندیز یې شپېته سلنه کرنیز محصولات بې کاره کړي دي.

دوی د افغان حکومت له چارواکو غواړې چې د ديپلو ماتيکو اړيکو له لارې دې د پاکستان له حکومت سره دا ستونزه حل کړي او که د پاکستان حکومت بیا هم افغان صادراتو ته اجازه ورنه کړي افغان حکومت دې هم هېواد ته پر پاکستانيو وارداتو بنديز ولګوي.

چارواکي وایې د دې ستونزې د حل په موخه یې د پاکستان له حکومت سره خبرې دوام لري.

د ګمرکاتو عمومې رئيس وایې پاکستاني حکومت ورسره هره ورځ په سوداګریزو توکو د بار پنځوسو موټرونو ورتګ منلی او په وينا يې هڅه کوي چې د خبرو له لارې پرې د موټرو شمېر زيات کړي.

اوس مهال يوازې د پاکستان له لارې افغانستان ته سوداګريز توکي راوړل کېږي، د افغان سوداګرو په وينا که د پاکستان حکومت هره ورځ د سپين بولدک او تورخم بندرونو له لارې د سوداګريزو توکو بار دوه سوه موټرو ته اجازه ورکړي شته ستونزي پرې حل کیدای شي.

بل لور پاکستان کې د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل ویلي، له پاکستاني چارواکو سره یې خبري کړي او د جون په ٢٢مه به د تورخم او چمن سوداګریزې لارې به د افغان سوداګرو د صادراتو پر مخ پرانیزي.

د نوموړي په وینا دا راز هوکړه شوې چې د غلام خان بندر به هم د دواړو لوریو د صادراتو او وارداتو پر مخ پرانیستل شي او له پاکستان حکومت سره له نږدې کار کوي تر څو دا حکومت وکولی شي د غلام خان بندر ټرانزیټي لار هم ژر جوړه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.