The news is by your side.

د بادرنګو له روغتیایي ګټو خبر شئ

خبریال وېب پانه/بادرنګ چې نن سبا په بازار کې تر ټولو ارزانه مېوه ده او هر څوک ورته لاسرسی هم لري، ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري.

بادرنګ چې ۹ سلنه اوبه لري، د خورا زیاتو یټامینونو درلودونکی هم دی. یوازینی زیان د معدې تکلیف لرونکو کسانو ته په نهاره (تش نس) باندې د دغې مېوې خوړل دي. پرته له دې د بدن ډېرې اړتیاوې پوره کوي. د پښتورګو لپاره په بې سارې توګه ګټې لري.

دلته به یې په ترتیب سره ځینې ګټې درته وړاندې کړو:

  • د وینې فشار را ټیټوي او د پوتاشیم، مګنیزیم او ویټامین K په درلودلو سره د زړه سیستم (Vascular System) جوړوي.
  • پښتورګي یا ګردې مینځي یوریک اسید کچه را ټیټوي. که په دوامداره توګه ترې ګټه پورته کړئ، یورک اسید په تدریجي ډول له منځه وړي او د پښتورګو وړې تیږې یا ډبې له منځه وړلی شي.
  • د وینې غوړ (Blood Cholesterol) او دغه راز د ینې د شکرې کچه هم را ټیټوي، چې دا په سالمه روغتیا کې یو اړین اصل بلل کېږي.
  • د مخ ښکلا او د پوستکي روڼتیا ته لار هواروي.
  • د وېښتانو د تویېدو او رژېدو مخه نیسي.
  • د سترګو لاندې د تورې حلقې لپاره که ټوټه ټوټه شي او بیا په سترګو کېښودل شي، د سترګو چاپېر به مو جوړ او پوستکی به مو شفاف کړي.
  • کله چې له نيمې ورځې وروسته خسته کيږئ يا ښه احساس نه کوئ د څښاک پر ځای يو بادرنګ نوش جان کړئ، بادرنګ بې کارپوهايدرېته ويټامين لري چې احساس مو ورسره ښه کيږي.
  • بادرنګ د خولې بد بويي هم ورکوي، کله چې د غاښو برس او کريم ته لاس رسی نه لرئ ګټه ترې واخلئ.
  • بادرنګ B1، B2، B5، B6 او C ويټامينونه، کلسيم، اوسپنه، مګنيزيم، فاسفوری او پوتاشيم لري چې زموږ تاسې وجود ورته هره ورځ اړتيا لري.
  • بادرنګ K ويټامين لري او خوراک يې سرطاني سلولونه له منځه وړي او د سرطانونو په مخنيوي کې هم مهم رول لري.
  • که مو مخ ګونځې (غونځې) وي يا لکې او داغونه لري، بادرنګ ګرد ګرد غوڅ کړئ او پر مخ يې و موږئ. نیم ساعت وروسته مو مخ ومينځئ. بادرنګ فاتو شيميايي مواد لري چې، د پوست ګونځې (غونځې) له منځه وړي.
  • د پرېشانۍ او خپګان پر مهال يو بادرنک ميده کړئ په يوه پياله جوش اوبو کې يې واچوئ، و يې څښئ حال مو ښه کيږي.
  • بادرنګ د پوست په ځوانولو کې هم غټ رول لري، بادرنګ چې ۹۶ سلنه له اوبو تشکيل شوي خوراک يې د پوست د ځوانېدو او تازګي لامل کيږي، بهتره ده چې اوبه يې وباسئ او لږ اندازه د ليمو اوبه هم ورسره ګډې کړئ او ويې څښئ. کولی شئ  دغه محلول په خپل مخ هم ووهئ او (۱۵) دقیقې وروسته يې ومينځئ.
  • که مو کله لمر د بدن ځينې برخې وسوزوي، په دغه حال کې په سوو ځايونو باندې د بادرنګو ټوټې کېږدئ، د دغه مشکل لپاره هم ګټور دي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې بادرنګ د هېواد په کچه تر ټولو ارزانه مېوه هم بلل کېږي چې یو من یې تر ۶۰ او ۵۰ اففانیو پورې په بازار کې اخیستلی شی.

را ټولوونکی: مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.