The news is by your side.

هند کې د یوه کس قاتله بیزو په عمري قید محکومه شوه

خبریال وېب پاڼه/د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند یوې ځایي محکمې هغه بیزو (شادي) په عمري بند محکومه کړې ده چې د یوه کس په وژلو کې پړه پېژندل شوې وه.

په هند کې هغه بیزو چې د یوه کس په وژلو کې پړه پېژندل شوې وه، په عمري قید محکومه شوه. یادې شوې بیزو د یو کس له وژلو سربېره ۲۵۰ نور کسان هم داړلي وو.

هند یوه مذهبي او سنتي ټولنه ده چې د ځینو مذهبونو ادیان په کې بیزو ګان خپل خدای بولي او پرستش یې کوي. همدا لامل دی چې ډېری وخت دغه حیوانات خلکو ته زیان رسوي.

تېره میاشت هم د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته څېرمه په میرت سیمه کې د بیزو ګانو یوې ډلې وروسته له هغه پر یوه روغتون یرغل ور وړی چې په دغه روغتون کې د کرونا وبا د ناروغانو د وینې معاینات کېږي. د راپورنو له مخې بیزو ګانو د ګڼو کسانو د وینې سېمپلونه له ځان سره وړي وو.

د هند په ګڼ توکمې او مذهبي ټولنه کې چې یو شمېر ادیان یې بیزو ګانو ته هم درناوی کوي. ویل کېږي د بیزو ګانو له خوا تښتول شوې نمونې د کرونا یو بل مرکز ته لېږدول کېدلې خو تر هغې وړاندې چې یوړل شي، د شادي ګانو یوې ډلې له روغتن څخه ې دي.

دغه پېښه د مې میاشتې په ۲۹ مه را منځته شوې وه. په ټویټر او ځینو نورو ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو زیاته لاس په لاس شوه چې د یوې بیزو لخوا د وینې د معاینې یو بوتل تر سترګو کېږي او هڅه یې کوله چې خولې ته یې واچوي.

بیزو ګانې د هند په بېلا بېلو سیمو کې شته دي او د میرت سیمې پولیس وایي چې ډېری وخت بیزو ګان په دغو سیمو کې سړکونو او عامه واټونو ته را وځي او له خلو څخه د موبایل په ګډون نور خوراکي توکي تښتوي.

د روغتیا پالانو په وینا په بیزو ګانو کې یو ډول یې له انسان سره په معافیتي سیستم کې زیات ورته والی لري او همدا لامل دی چې تېره میاشت په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینو ازموینه پرې وشوه.

ویل کېږي په عمري قید محکومه بیزو ډېره خطرناکه وه. څرنګه چې محکمې هغه په ​​بند محکوم کړه. اوس باید د کانپور شادي (کالوا) خپل ټول ژوند د زندان په تورو تمبو کې تیر کړي. ډاکټرانو ویلي وو چې که دا شپږ کلن شادي خوشې شي، نورو خلکو ته به هم ډیر زیان ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.