The news is by your side.

را روانه دوشنبه له هند نه د غنمو نورې مرستې راځي

خبریال وېب پاڼه/د هند د مرستو په لړ کې دا ځل له دغه هېواد څخه د شاوخوا ۱۰ زره ټنو پینځمه جوپه د را روانې دوشنبې په ورځ، چې د جون میاشتې له ۲۲ مې سره سمون خوري، افغانستان ته راځي.

د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې د هند د مرستو په لړ کې دا ځل له دغه هېواد څخه د اعلان شوې ۷۵ زره ټنه مرستې پینځمه جوپه د را روانې دوشنبې په ورځ، چې د جون میاشتې له ۲۲ مې سره سمون خوري، افغانستان ته راځي. په دې جوپه کې به شاوخوا ۱۰ زره ټنه غنم شامل وي.

هند په سیمه کې د افغانستان یوازینی ستراتیژیک او دوست هېواد دی چې ت ناوخت په روغتیایي، پراختیایي، اقتصادي، کرنیزه او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

له دې وړاندې د هند له لورې د مرسته شويو غنمو د ستراتيژيکو ذخیرو کار په هرات او کندهار ولايتونو کې بشپړ شوی او د انتقال او ذخيره کولو لړۍ يې د کابل مرکزي سيلو ته پيل شوې.

د افغانستان ملي پراختيا شرکت د اجرايوي کمېټې غړي او د حقوقي او ارتباطاتو د بورډ مشر جار الله منصوري خبري غونډې ته وويل چې د مرسته شويو غنمو د انتقال هره جوپه چې له پنځه زره څخه تر ۱۰ زره ټنه غنمو پورې کېږي.

د نوموړي په وينا تر دې دمه په څلورو جوپو کې شاوخوا ۳۱ زره ټنه غنم د هندوستان د کاندولا بندر له لارې افغاسنتان ته لېږدول شوي، چې له دې څخه ۱۲۳۴۱ ټنه غنم د هرات په سيلو او ۳۸۵۵ ټنه غنم بیا کندهار ته وړل شوي او هلته په ځایي ګدامونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ویل کېږي له دغو مرستو څخه به شاوخوا ۳۷ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه د کابل په مرکزي سیلو کې ځای پر ځای شي. پاتې نور به یې په پلخمري او مزار شریف کې په ګدامونو کې زخیره شي.

افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد لړۍ څو میاشتې وړاندې کله چې کرونا وبا په لومړیو پړاوونو کې وه، پیل شوه چې تر اوسه س۳۱ زره مټریک ټنه مرستې ورڅخه را رسېدلې ده او څه کم ۴۰ زره ټنه نوره مرسته به ورڅخه په نیږدې راتلونکي کې هېواد ته راشي.

د دغې مرستو په راوړلو باندې هم د افغانستان لپاره شاوخوا ۱۴ ملیونه ډالره لګښت راځي. افغانستان په دې وروستیو کې د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلی او زرګونه کسان په دغې وبا باندې اخته شوي دي، چې له ډلې یې شاوخوا ۶۰۰ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.